Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ጋፊር   አንቀጽ:

غافر

ከመዕራፉ ዓላማዎች:
بيان حال المجادلين في آيات الله، والرد عليهم.
د الله په آیتونو کې د مجادلې کوونکو د حال بيان او پر هغوی رد

حٰمٓ ۟ۚ
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو په اړه تفصيل تېر شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ۙ
د قرآن نازلیدل د هغه غالب الله له لوري پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم، چې هيڅوک پرې نه شي برلاسی کیدلی او د خپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوهه لرل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
غَافِرِ الذَّنْۢبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِیْدِ الْعِقَابِ ذِی الطَّوْلِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟
د ګناهکارو د ګناهونو بښونکی، له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د هغو توبه منونکی، او څوک يې چې له ګناهونو توبه نه وباسي د هغو لپاره سخت عذاب ورکوونکی، د ښېګڼې او فضل څښتن، له هغه پرته بل په حقه معبود نشته، د قيامت په ورځ يوازې همغه د پناه ځای دی، نو هغوی ته به د هغه څه بدله ورکړي چې وړ يې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَا یُجَادِلُ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ اِلَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَلَا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ ۟
د الله پر يووالي او د رسولانو پر رېښتينولۍ يې دلالت کوونکو آيتونو کې يوازې هغه کسان جګړې کوي چې د خپلو عقلونو د خرابوالي له امله يې پر الله کفر کړی وي، نو پر هغوی مه خپه کېږه، او نه دې پر هغوی د روزۍ او پېرزوينو پراخوالی تا په دوکه کې اچوي ، د هغوی همداسې پرېښودل د هغوی لپاره استدراج او له هغوی سره چل دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّالْاَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۪— وَهَمَّتْ كُلُّ اُمَّةٍ بِرَسُوْلِهِمْ لِیَاْخُذُوْهُ وَجٰدَلُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ فَاَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟
له دې مخکې د نوح قوم دا خبره درواغ وګڼله، د نوح له قوم وروسته نورو ډلو درواغ وګڼله، عاديانو ثموديانو، د لوط قوم او د مدين خلکو درواغ وګڼله، فرعون درواغ وګڼله، او له امتونو هر امت د خپل رسول د رانيولو هوډ وکړ چې ويې وژني، او په ورسره باطل يې جګړه کوله ترڅو حق پرې له منځه يوسي، نو دغه ټول امتونه مې را ونيول، فکر وکړه چې هغوی لره زما سزا څنګه وه، ډېره سخته سزا وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟
لکه څنګه چې الله د دغو درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ پرېکړه وکړه، ای رسوله! ثابت شوې ستا درب فیصله په کافرانو چې یقینا جهنمیان به وي
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۚ— رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَیْءٍ رَّحْمَةً وَّعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِیْنَ تَابُوْا وَاتَّبَعُوْا سَبِیْلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟
ای رسوله! هغه پرېښتې چې ستا د پالونکي عرش يې پورته کړی او کومې چې ترې چاپېره دي، هغوی يې د پالونکي پاکي بيانوي له هغه څه چې وړ يې نه دی، او پر هغه باور لري، او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي چې پر الله يې ايمان راوړی، چې په خپله دعا کې داسې وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا پوهه او لورېينه هرڅه ته پراخه ده، هغو خلکو ته بښنه وکړه چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې ده او ستا د دين پيروي يې کړې او له اوره يې وساته چې ور ونه رسيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• الجمع بين الترغيب في رحمة الله، والترهيب من شدة عقابه: مسلك حسن.
د الله په لورېينه کې د هڅونې او د هغه د سزا له سختوالي وېره؛ دواړه یو ځای کول بهترینه تګلاره ده

• الثناء على الله بتوحيده والتسبيح بحمده أدب من آداب الدعاء.
د دعا د ادابو څخه یو ادب دا هم دی چې دالله ثنا د هغه په یووالی،پاکۍ،ستاینو سره ووایې

• كرامة المؤمن عند الله؛ حيث سخر له الملائكة يستغفرون له.
د الله په وړاندې د مؤمن درناوی چې پرېښتې يې د هغه د بښنې غوښتلو لپاره تابع کړي دي.

رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
پرېښتې وايي: اې زموږ پالونکيه! مؤمنان هغو تلپاتې جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره کړې ده چې ور ننباسې به يې، او له پلرونو، مېرمنو او اولادونو يې هغه خلک هم ورسره ننباسه چې نېک عمل يې کړی، له شک پرته ته داسې برلاسی يې چې هيڅوک نه شي درباندې برلاسی کېدلای، په خپل تقدير او تدبير کې دې حکيم يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
او هغوی له بدو کړنو يې وساته، پر هغو سزا مه ورکوه، او څوک چې دې د قيامت په ورځ د بدو کړنو له امله له سزا وساتل؛ نو لورېينه دې پرې وکړه، او دغه له عذابه ساتل او جنت ته د داخلېدلو لورېينه هغه لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی د قيامت په ورځ چې کله اور ته ننوځي، پرځانونو غوسه او لعنت کوي وايي به: ستاسو لپاره د الله کينه ستاسو د خپلو ځانونو لپاره ستاسو تر کينې لويه ده کله چې تاسو په دنيا کې پر الله ايمان راوړلو ته رابلل کېدلی خو تاسو پرې کفر کولو او له هغه سره مو نور معبودان شريکول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟
کافران به پر خپلو ګناهونو د اقرار کوونکو په توګه هغه مهال چې اقرار او توبه به يې ګټه نه ورته رسوي، ووايي: ای زموږ پالونکيه! موږ دې دوه ځلې مړه کړو، داسې چې موږ نه وو؛ تا را پيداکړو، بيا دې له دغه پيدايښت وروسته بيا مړه کړو، او دوه ځلې دې ژوندي کړو، يو ځل له نشت څخه په را پيداکولو سره بيا د راپاڅولو لپاره په را ژوندي کولوسره، نو موږ پر خپلو هغو ګناهونو اعتراف وکړ چې کړې مو دي، آيا له اوره د وتلو کومه لار شته چې پرې ولاړشو، او ژوند ته ور وګرځو ترڅو خپل عملونه سم کړو او ته له موږ راضي شې؟!.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟
دغه عذاب چې تاسو ته درکول کيږي د دې له امله چې کله به يوازې الله را بلل کېدلو او شريک به نه ورسره نيول کېدلو تاسو به انکار ترې کولو او د هغه لپاره به مو شريکان نيول، او کله به چې شريک ورسره نيول کېدلو ايمان به مو پرې راوړلو، نو پرېکړه يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، مرتبه او برلاسۍ کې لوړ دی، داسې لوی دی چې هر څه ترې کښته دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟
الله هغه ذات دی چې په شاوخوا او ځانو کې مو نښانې درښای، ترڅو خپل ځواک او يووالي ته مو لارښوونه وکړي، او له اسمانه د باران اوبه درته رانازلوي، تر څو د دې لامل شي چې له شينګيو او، کښتونو او نورو شيانو روزي ترلاسه کړئ، او د الله له نښانو يوازې هغه څوک پند اخلي چې هغه ته توبه کوونکی مخلص ورګرځي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
الله رابلئ ای مومنانو په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص هغه لره په طاعت او بلنه کې نه مشرکان، اګر که دا رنګه کیدل ستاسې کافران بد ګڼي او غسه کو هغوی لره
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ
هغه د دې وړ دی چې په را بلنه او پيروۍ کې يوازې کړل شي،هغه د اوچتو درجو والا ذات دی، په تمامه معنی جدا دی د ټول مخلوق څخه او هغه د لوی عرش پالونکی دی، له بندګانو يې چې چاته وغواړي وحي پرې رانازلوي، ترڅو هغوی په خپله هم ژوندي شي او نور هم را ژوندي کړي او د قيامت له هغې ورځې خلک ووېروي چې لومړني او وروستني به پکې سره مخامخ کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟
په کومه ورځ چې هغوی په يو هموار میدان کې را ټول شي او له الله د هغوی هيڅ هم پټ نه وي، نه په خپله هغوی، نه يې کړنې او نه يې بدله،الله به پوښتنه وکړي:: نن پاچايي چا لره ده؟! يوازې يو ځواب به وي، پاچايي يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، صفاتو او کړنو کې يو دی، داسې برلاسی دی چې پر هرڅه برلاسی دی او هر څه ورته غاړه اېښې ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• مَحَلُّ قبول التوبة الحياة الدنيا.
د توبې د قبلېدو ځای د دنيا ژوند دی.

• نفع الموعظة خاص بالمنيبين إلى ربهم.
د نصيحت ګټه تر هغو خلکو پورې ځانګړې ده چې پالونکي ته په توبه کولو سره ورګرځېدونکي دي.

• استقامة المؤمن لا تؤثر فيها مواقف الكفار الرافضة لدينه.
د مؤمن پر استقامت د هغو کافرانو موقفونه اغېز نه لري چې د هغه د دين ردوونکي دي.

• خضوع الجبابرة والظلمة من الملوك لله يوم القيامة.
د قيامت په ورځ الله ته د جابرو او ظالمو پاچايانوغاړه اېښودل.

اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ؕ— لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
نن به هر چاته د هغه د کړي عمل بدله ورکول کيږي، که ښه و نو ښه بدله به يې وي، او که بد و نو بده بدله به يې وي، په دغه ورځ کې هيڅ ظلم نشته، ځکه پرېکړه کوونکی عادل الله دی، له شک پرته الله د خپلو بنده ګانو ژر حساب اخېستونکی دی ځکه د هغه پوهه پرې چاپېره ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ ؕ۬— مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّلَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُ ۟ؕ
ای رسوله! هغوی د قيامت له ورځې ووېروه، دغه د قيامت ورځ چې نېږدې ده، هغه چې راتلونکې ده، او هر راتلونکی نېږدې وي، په دغه ورځ به زړونه د وېرې له سختۍ راپورته وي، تردې چې د څښتنانو مريو ته به يې را رسيږي، هغه کسان چې چوپ وي له هغوی به هيڅوک خبرې نه کوي مګر چاته چې رحمن (بې حده مهربان ذات] اجازه ورکړي، او هغه ظالمان چې پرځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی هغوی لره به نه دوست وي، نه خپل او نه سپارښتونکی چې خبره يې و منل شي کله که په تقدير کې د هغه لپاره دا خبره وي چې سپارښتنه دې وکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ ۟
الله پر هغه څه پوهيږي چې د کتونکو سترګې يې په پټه په تېزۍ تر سره کوي، او پر هغه هم پوهيږي چې سينې يې پټوي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟۠
او الله په عدل پرېکړه کوي، چې پر هيچا به د هغه د نېکيو په کمولو او په بديو کې په زياتولو ظلم نه کوي، او هغه څه چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي هغوی به د هيڅ پرېکړه هم نه شي کولای، ځکه هغوی د څه واک نه لري، له شک پرته همغه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د نيتونو او کړنو ليدونکی يې دی، او پردې به هغوی ته بدله ورکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
آيا دغه مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، فکر به يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه؟ پايله يې ډېره بده وه، دغه امتونه د ځواک له پلوه له دوی زيات وو، په ځمکه يې د شيانو په جوړولو داسې اغېز کړی وو، چې دغو خلکو پرې نه دی کړی، خو الله د هغوی د ګناهونو له امله يې تباه کړل، چې د الله له عذابه د هغوی لپاه هيڅ منع کوونکی نشته تر څو يې ترې منع کړی وای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دغه عذاب چې هغوی ته ورسېدلو، يوازې د دې له امله چې هغوی ته د الله له لوري له څرګندو نښانو او ښکاره دلايلو سره يې رسولان راغلل، خو هغوی په الله کفر وکړ او د هغه رسولان يې درواغجن وګڼل، سره له دې چې هغوی پياوړي وو خو الله راونيول او تباه يې کړل، له شک پرته هغه سپېڅلی ذات پياوړی او د هغه چا لپاره د سختې سزا ورکوونکی دی چا چې کفر پرې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
یقینا لیږلی وو مونږ موسی-علیه السلام-په ښکاره معجرو او عذر ختموونکي دلیل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَقَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟
فرعون د هغه وزيرهامان او قارون ته، هغوی وويل: موسی کوډګر درواغجن دی په هغه څه کې چې دعوی يې کوي چې ګواکې هغه رسول دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَاسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ ؕ— وَمَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
نو کله چې موسی پر خپله رېښتينولۍ دلالت کوونکي دليل سره ورته راغی، فرعون وويل: د هغو کسانو اولادونه ووژنئ چې له موسی سره يې ايمان راوړی او مېرمنې يې د هغوی د سپکاوي په موخه ژوندۍ پرېږدئ، او د کافرانو چل چې په وژلو يې د مؤمنانو د شمېر د کموالي امر کړی دغه يوازې تباه او له منځه تلونکی امر دی چې هيڅ اغېز نه لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• التذكير بيوم القيامة من أعظم الروادع عن المعاصي.
د قيامت ورځ ور په يادول له ګناهونو تر ټولو له لویو منع کوونکو څخه دي.

• إحاطة علم الله بأعمال عباده؛ خَفِيَّة كانت أم ظاهرة.
د الله د خپلو بندګانو پر پټو او څرګندو کړنو د پوهې چاپېروالی.

• الأمر بالسير في الأرض للاتعاظ بحال المشركين الذين أهلكوا.
په ځمکه کې د ګرځېدو امر د هغو مشرکانو له حاله د پند اخېستو لپاره دی چې تباه کړل شوي دي.

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَلْیَدْعُ رَبَّهٗ ۚؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ ۟
او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی د هغه د سزا په ډول ووژنم، او د هغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه د دې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟۠
او موسی عليه السلام چې کله د فرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه د ايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې د قيامت پر ورځ او په هغو کې د حساب او سزا په اړه باور نه لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ ۖۗ— مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ ۚ— وَاِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ۟
د فرعون له کورنۍ يو پر الله ايمان لرونکي سړي په داسې حال کې چې له خپل قومه يې ايمان پټولو، د هغوی لخوا يې د موسی د وژلو هوډ بد ګڼلو وويل: آيا تاسو پرته له ګناه يوسړی يوازې له دې امله وژنئ چې وايي: زما پالونکی الله دی، په داسې حال کې چې تاسو ته له داسې دليلونو او حجتونو سره راغلی چې د هغه د دغې دعوې پر رېښتينولۍ دلالت کوي چې هغه د خپل پالونکي لخوا را لېږل شوی دی؟! که چېرې هغه درواغجن وي، نو د درواغو زيان به يې هغه ته راګرځي، او که رېښتينی وي، نو ځينې هغه سزا به په بيړه در ورسيږي چې ژمنه يې درسره کوي، له شک پرته الله هغه چاته د حق توفيق نه ورکوي چې د هغه له پولو اوړي، پر هغه او د هغه پر رسولانو تور تړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا ؕ— قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَمَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟
ای زما قومه! نن تاسو لره پاچايي ده او د مصر په ځمکه کې برلاسي ياست، که د موسی د وژلو له امله موږته د الله عذاب راشي، څوک به مو مرسته وکړي؟! فرعون وويل: رایه به زما رايه وي او پرېکړه به زما پرېکړه وي، زما رايه داده چې موسی ووژنم، ترڅو د شر او فساد مخه ونيول شي، او زه يوازې د سم او حق لوري ته مو لارښوونه کوم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِ ۟ۙ
او هغه کس چې ايمان يې راوړی قوم ته يې د نصيحت کوونکي په توګه وويل: که موسی مو په ظلم او تيري ووژلو زه پرتاسو د داسې عذاب له راتلو وېرېږم لکه پر هغو خلکو چې راغلی و چې د خپلو پخوانيو رسولانو پر خلاف ډلې ډلې شوي وو، نو الله هغوی تباه کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ۟
لکه د هغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، د نوح د قوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی د خپل کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې د هغوی د ګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِ ۟ۙ
او ای زما قومه! زه پر تاسو د قيامت له ورځې ډارېږم، هغه ورځ چې ځينې خلک به ځينې نور د خپلوۍ او مرتبې له امله رابولي په دې ګومان چې دغه لار هغوی ته په دغه وېروونکي ځای کې ګټه رسوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ ۚ— مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
په کومه ورځ چې د اور له وېرې په شا ګرځېدونکي تېښته کوئ، د الله له عذابه به کوم منع کوونکی تاسو لره منع نه شي کړلای او الله چې د چا مرسته پرېږدي او د ايمان راوړلو توفيق ورنه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي، ځکه د لارښوونې توفيق يوازې د هغه په لاس کې دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• لجوء المؤمن إلى ربه ليحميه من كيد أعدائه.
د مؤمنانو خپل پالونکي ته پناه وړل تر څو يې د دوښمنانو له چل وژغوري.

• جواز كتم الإيمان للمصلحة الراجحة أو لدرء المفسدة.
د راجح مصحلت يا مفسدې د مخنيوي په موخه د ايمان پټولو روا والی.

• تقديم النصح للناس من صفات أهل الإيمان.
خلکو ته خیر خواهي وړاندې کول د ايمان د څښتنانو له صفتونو څخه ده.

وَلَقَدْ جَآءَكُمْ یُوْسُفُ مِنْ قَبْلُ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُمْ بِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِهٖ رَسُوْلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابُ ۟ۚۖ
او په رېښتيا له موسی مخکې يوسف د الله پر يووالي له څرګندو دليلو سره درته راغی، تاسو تل په شک او د هغه څه په اړه په درواغ ګڼلو کې ياستی چې درته راغلي دي، آن تردې چې کله هغه وفات شو شک او تردد مو لا زيات شو او ومو ويل: له هغه وروسته هيڅکله الله بل رسول نه راليږي. له حقه ستاسو د دغې لارورکۍ غوندې الله هر هغه څوک لارورکی کوي چې د الله له پولو اوړي چې د هغه په يووالي کې شک کوونکی وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
١لَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ؕ— كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ ۟
هغه کسان چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي چې راشي ورته په دې موخه چې رد یې کړي بې دلیله! د الله په ایتونو کې بې دلیله جګړې کول د الله او هغوکسانو پر وړاندې چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی غټه د غوسې خبره ده. لکه څنګه چې الله د دغوجګړه کوونکو پر زړونه مهر لګولی چې زموږ په آيتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، هر هغه څوک چې د حق څخه ځان لوی ګڼي د ځان د پاسه سر نه مني د هغه په زړه هم الله مهر وهي، حق ته به لار نه مومي او خير ته به لار نه پيداکوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰهَامٰنُ ابْنِ لِیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَبْلُغُ الْاَسْبَابَ ۟ۙ
فرعون خپل وزير هامان ته وويل: ای هامانه! ما لره يوه دنګه ماڼۍ جوړه کړه په دې هيله چې هغو لارو ته به ورسېږم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَسْبَابَ السَّمٰوٰتِ فَاَطَّلِعَ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ كَاذِبًا ؕ— وَكَذٰلِكَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَصُدَّ عَنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَا كَیْدُ فِرْعَوْنَ اِلَّا فِیْ تَبَابٍ ۟۠
په دې هيله چې اسمانونو ته رسېدلو لارو ته ورسېږم، نو د موسی هغه پالونکی ووينم چې هغه يې په حقه د معبود والي ګومان کوي او زه فکر کوم چې موسی په خپله دعوی کې درواغجن دی. همدا راز فرعون ته يې ناوړه عمل ښکلی ښکاره شو کله يې چې له هامانه هغه غوښتنه وکړه چې ترې ويې غوښتل، او د حق له لارې د لارورکۍ لارې ته واوښتلو، او د فرعون هغه چل چې د باطل ښکاره کولو لپاره هغه پرې و او د هغه حق باطلول چې موسی ورسره راغلی و يوازې په زيان کې دي، ځکه پايله يې ناکامي او خپله هڅه کې نه بريا او داسې بدبختي ده چې تر پايه به وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوْنِ اَهْدِكُمْ سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟ۚ
او د فرعون له کورنۍ چې کوم سړي ايمان راوړی و هغه قوم ته د نصيحت کوونکي او د حق لارې ښوونکي په توګه وويل: ای زما قوم! پيروي مې وکړئ چې حق ته مو لارښوونه او سمې لارې ته مو لارښوونه وکړم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰقَوْمِ اِنَّمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ ؗ— وَّاِنَّ الْاٰخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ ۟
ای زما قومه! دغه د دنيا ژوند په ختمېدونکو مزو ګټه اخېستنه ده، نو پای ته رسېدونکې ګټه مو دې دوکه نه کړي، او د آخرت په ژوند کې چې کوم تلپاتې نه ختمېدونکي پېرزوينې دي هغه د تلپاتې کرارۍ او اوسېدو ځای دی، نو د الله په پيروۍ د هغه لپاره عمل وکړئ او د آخرت له عمله د دنيا په ژوند له بوختېدو ډډه وکړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَنْ عَمِلَ سَیِّئَةً فَلَا یُجْزٰۤی اِلَّا مِثْلَهَا ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ یُرْزَقُوْنَ فِیْهَا بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
چاچې کوم ناوړه کار وکړ، هيڅکله به يې تر کړي عمل زياته سزا ورنه کړل شي اوپه سزا کې به يې زياتوالی را نه شي او چاچې د الله لپاره ښه کار وکړ، نارينه وي او که ښځينه خو چې پر الله او رسولانو يې ايمان ولري، نو همدغه د ښو صفتونو لرونکي به د قيامت په ورځ جنت ته ننوځي، او الله به پرته له حسابه هلته اېښودل شوې هغه مېوې او پېرزوينې په روزۍ ورکړي چې نه ختمېدونکې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• الجدال لإبطال الحق وإحقاق الباطل خصلة ذميمة، وهي من صفات أهل الضلال.
د حق باطلولو او باطل په حق ثابتولو لپاره جګړه کول د لارورکو له صفتونو يو بد صفت دی.

• التكبر مانع من الهداية إلى الحق.
لويي کول حق ته له لارښوونې منع کوونکې ده.

• إخفاق حيل الكفار ومكرهم لإبطال الحق.
د حق باطلولو لپاره د کافرانو د چل او فرېبونو ناکامېدل.

• وجوب الاستعداد للآخرة، وعدم الانشغال عنها بالدنيا.
آخرت ته د چمتووالي واجبوالی او له هغه څخه په دنيا نه مشغولیدل.

وَیٰقَوْمِ مَا لِیْۤ اَدْعُوْكُمْ اِلَی النَّجٰوةِ وَتَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَی النَّارِ ۟ؕ
او ای زما قومه! څه دي ما لره چې زه مو د دنيا په ژوند او آخرت کې پر الله ايمان راوړلو او نېک عمل له ناکامۍ بريا ته رابولم، او تاسو مې اور ته په ننتولو را بولئ چې له الله څخه انکار کولو او سرغړونې ته مې رابولئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
تَدْعُوْنَنِیْ لِاَكْفُرَ بِاللّٰهِ وَاُشْرِكَ بِهٖ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ ؗ— وَّاَنَا اَدْعُوْكُمْ اِلَی الْعَزِیْزِ الْغَفَّارِ ۟
تاسو مې خپل باطل ته ور بولئ په دې هيله چې پر الله کفر وکړم او په عبادت کې ورسره بل څوک یو ځای کړم چې ما لره يې د الله سره په عبادت کې يوځای کولو صحت باندې هيڅ علم نشته او زه مو پر داسې برلاسي الله ايمان راوړلو ته رابولم چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، بښونکی دی د خپلو بندګانو لپاره د لويې بښنې والا دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَا جَرَمَ اَنَّمَا تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ لَیْسَ لَهٗ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَلَا فِی الْاٰخِرَةِ وَاَنَّ مَرَدَّنَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَنَّ الْمُسْرِفِیْنَ هُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟
حق خبره ده چې پر کوم څه ایمان راوړلو او د هغه پيروۍ ته مې وربولئ، هغه لره نه په دنيا او نه په آخرت کې بلنه شته چې په حقه دې پرې وبلل شي او نه هغه چا ته ځواب ورکولای شي چې رابولي يې، او زموږ ټولو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، او د شک پرته په کفر او سرغړونو کې له بريده اوښتونکي داسې د اور والا دي چې د قيامت په ورځ به يې ور ننوتل لازمي وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ ؕ— وَاُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟
هغوی يې نصيحتونه رد کړل، نو هغه وويل: ژر دی چې هغه نصيحتونه به ياد کړئ چې ما درته وړاندې کړي دي او د هغه په نه منلو به پښېمانه شئ، او زه مې خپلې ټولې چارې يوازې الله ته سپارم، له شک پرته له الله د خپلو بندګانو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَوَقٰىهُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِ مَا مَكَرُوْا وَحَاقَ بِاٰلِ فِرْعَوْنَ سُوْٓءُ الْعَذَابِ ۟ۚ
نو الله د هغوی له بد چل څخه وساتلو کله چې هغوی يې د وژلو اراده وکړه او د فرعون پر کورنۍ د ډوبېدو سزا را چاپېره شوه، نو الله هغه او په دنيا کې ټول د هغه لښکر ډوب کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّعَشِیًّا ۚ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ ۫— اَدْخِلُوْۤا اٰلَ فِرْعَوْنَ اَشَدَّ الْعَذَابِ ۟
او د هغوی له مرګ وروسته به په قبرونو کې يې د ورځې په پيل او پای کې پر اور ور وړاندې کول کيږي او د قيامت په ورځ به وويل شي: د فرعون پيروان ترټولو سخت او لوی عذاب ته ننباسئ ځکه هغوی د کفر، درواغ ګڼلو او د الله له لارې د منع کولو په حالت کې وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا نَصِیْبًا مِّنَ النَّارِ ۟
ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت کله چې له دوزخيانو پيروان او مشران له يو او بل سره شخړې کوي، نو کمزوري پیروان به لويي کوونکو مشرانو ته ووايي: موږ په دنيا کې په لارورکۍ کې ستاسو پيروان وو، آيا تاسو له موږ څخه دفع کولای شئ سزاءدعذاب الله چې پخپلو اوږو یې واخلئ؟!.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُلٌّ فِیْهَاۤ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ حَكَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ ۟
لويي کوونکي مشران به ووايي: له شک پرته موږ په اور کې سره برابر يو که پيروان يو او که مشران، له موږ يو هم د بل سزا نه شي اخېستلی، له شک پرته الله د بندګانو تر منځ پرېکړه کړې ده، چې هر چاته يې له عذابه هغه څه ورکړي چې وړ يې و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ ۟
په اور کې عذاب کړل شوي پيروان او مشران چې کله له اوره د وتلو او د دنيا ژوند ته له راګرځېدو ناهيلي شي تر څو توبه وباسي، نو پر اور ګومارل شوو پرېښتو ته به ووايي:د خپل پالونکی مو وغواړئ تر څو دغه تلپاتې عذاب يوه ورځ له موږه سپک کړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• أهمية التوكل على الله.
پر الله د بروسې اهميت.

• نجاة الداعي إلى الحق من مكر أعدائه.
د دښمنانو له مکر څخه حق ته د بلونکي ژغورنه.

• ثبوت عذاب البرزخ.
د برزخ د عذاب ثبوت.

• تعلّق الكافرين بأي سبب يريحهم من النار ولو لمدة محدودة، وهذا لن يحصل أبدًا.
د کافرانو هرې هغې لارې ته لاس اچول چې له اوره يې آرامه کړي که څه هم د لږې مودې لپاره وي، او دا به هيڅکله هم ترلاسه نه شي.

قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠
د دوزخ څوکيداران به کافرانوته د ځواب په توګه ووايي: آيا رسولان مو له څرګندو دليلونو او برهانونو سره نه و درته راغلي؟! کافران به ووايي: ولې نه، هغوی له څرګندو دليلونو او برهانونو سره راتلل، د دوزخ څوکيداران به هغوی ته د چوپ کولو په موخه ووايي: نو تاسو په خپله يې راوبولئ موږ د کافرانو سپارښتنه نه کوو، او د کافرانو رابلنه يوازې بطلان او له منځه تلل دي، ځکه د هغوی د کفر له امله ورڅخه نه منل کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ
له شک پرته موږ د خپلو رسولانو او هغو کسانو مرسته کوو چې پر الله او د هغه پر رسولانويې ايمان راوړی تر څو د هغوی د دښمنانو پر خلاف د هغوی حجت ښکاره او تاييد شي، او په قيامت کې به جنت ته د هغوی په ننه اېستلو او په دنيا کې چې د هغوی کوم دښمنان و د هغوی دوزخ ته په ننه اېستلو سره د سزا په ورکولو د هغوی مرسته وکړو وروسته تر دې چې نبيان، پرېښتې او مؤمنان به د تبليغ په کولو او د امتونو په درواغ ګڼلو شاهدي ورکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟
هغه ورځ چې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکو ته يې عذر غوښتنه ګټه ونه رسوي، او هغوی لره به په دغه ورځ د الله له رحمت څخه لرې والی وي او په آخرت کې به بد کور وي د هغه دردوونکی عذاب له امله چې هغوی ورسره مخ کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ
او پرته له شکه موسی ته مو هغه پوهه ورکړه چې بني اسرائیلو ته د حق لاره وښای، او تورات مو په بني اسرائيلو کې داسې ميراثي کتاب وګرځولو چې يو نسل یې له بل نسله په ميراث وړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
د حق لارې ته د لارښوونې او د سالم عقل څښتنانو ته د يادونې په توګه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟
نو ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې د خپل قوم لخوا له کوم دراوغ ګڼلو او اذيت سره مخ کېږې، له شک پرته د الله لخوا ستا سره د مرستې او تاييد ژمنه حق ده هيڅ شک نشته پکې، د خپلې ګناه بښنه دې غواړه، او د ورځې په پيل او پای کې د خپل پالونکي په ستاينه دې پاکي بيانوه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
بېشکه هغه کسان چې د الله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې د الله له لورې ورته راغلی وي د هغو د باطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې د هغوی د حق پر خلاف لويي او د تکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله د الله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه د خپلو بنده ګانو د ويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د آسمانونو او ځمکې د لوی والي او پرخوالي له امله د هغو پيدايښت د خلکو له پيدايښت څخه لوی کار دی، نو کوم ذات چې دغه پيداکړي سره د هغو د لوی والي، هغه د مړو له قبرونو څخه په بیا راژونديکولو هم قادر دی تر څو حساب ورسره وکړي او بدله يې ورکړي، خو ډېر خلک نه پوهيږي، نو پند نه ترې اخلي او د هغو د څرګندوالي سربېره د بېرته را پاڅېدو دليل يې نه ګرځوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او نه سره برابريږي هغه څوک چې نه ويني او هغه څوک چې ويني، نه هغه خلک چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه رسولان يې رېښتينې بللي او ښه کارونه يې کړي، له هغه چا سره نه برابريږي چې د ناوړه عقيدې او ګناهونو په کولو يې بد کار کړی، تاسو ډېر لږ پند اخلئ، ځکه که پند واخلئ نو د دواړو ډلو تر منځ په توپير به پوه شئ، ترڅو د دې خبرې کوښښ وکړئ چې د الله د خوښۍ په مينه کې د هغو خلکو څخه شئ چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• نصر الله لرسله وللمؤمنين سُنَّة إلهية ثابتة.
د الله لخوا د خپلو رسولانو او مؤمنانو مرسته يو الهي ثابته لاره ده.

• اعتذار الظالم يوم القيامة لا ينفعه.
د قيامت په ورځ ظالم ته عذر ګټه نه رسوي.

• أهمية الصبر في مواجهة الباطل.
له باطل سره په مخامخ کېدو کې د صبر اهميت.

• دلالة خلق السماوات والأرض على البعث؛ لأن من خلق ما هو عظيم قادر على إعادة الحياة إلى ما دونه.
د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په بيا را ژوندیکیدلو دلالت کوي، ځکه چا چې هغه څه پيداکړي چې هغه ډېر لوی دي هغه د ژوند په بيا راګرځولو چې تردې کم شی دی قادر دی.

اِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ؗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
له شک پرته هغه قيامت چې الله به پکې مړي د حساب او بدلې لپاره راپورته کوي هرومرو راتلونکی دی، هيڅ شک نشته پکې، خو ډېر خلک يې په راتلو ايمان نه راوړي، نو له همدې امله چمتووالی نه ورته نيسي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُوْنِیْۤ اَسْتَجِبْ لَكُمْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِیْ سَیَدْخُلُوْنَ جَهَنَّمَ دٰخِرِیْنَ ۟۠
او ای خلکو! ستاسو پالونکي ويلي دي: په غوښتنه او بنده ګۍ کې مې يوازې وګڼئ، بلنه به مو ومنم او بښنه به درته وکړم او لورېينه به درباندې وکړم، بېشکه هغه کسان چې په بنده ګۍ کې زما له يووالي لويي کوي ژر به د قيامت په ورځ هغوی خوار او سپک دوزخ ته ننوځي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره تياره کړې ده تر څو پکې آرام شئ او راحت وکړئ، او ورځ يې رڼا او روښانه ګرځولې ده ترڅو کار پکې وکړئ، بېشکه الله پرخلکو د لویې پېرزوينې څښتن دی کله يې چې پر هغوی خپل ښکاره او پټ نعمتونه بشپړ کړي دي، خو ډېر خلک د هغه پاک ذات پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پر هغوی يې کړي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
همدغه الله دی چې پرتاسو يې خپل نعمتونه پېرزو کړي دي هغه د هر څه پيداکوونکی دی، له هغه پرته بل پيداکوونکی نشته، يوازې هغه په حقه د عبادت وړ دی، نو څنګه د هغه دعبادت څخه د بل چابنده ګۍ ته ګرځئ چې د ګټې او زيان واک نه لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذٰلِكَ یُؤْفَكُ الَّذِیْنَ كَانُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟
لکه څنګه چې دغه خلک پر الله له ايمان راوړلو او يوازې د هغه له بنده ګۍ وګرځېدل همدا راز هغه څوک ترې ګرځي چې په هر وخت او زمانه کې د الله پر يووالي دلالت کوونکو نښانو څخه انکار کوي، نو هغه ته لار نه مومي او د سمې لارې توفيق نه ورکول کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً وَّصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۖۚ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای رسوله! الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو د آرامۍ لپاره چمتو شوی تمځای ګرځولی دی، او آسمان يې پرتاسو برسېره داسې ټينګ جوړ کړی چې له لوېدو يې منع کړی، او ستاسو د ميندو په رحمونو کې يې ستاسو صورتونه جوړ کړي او ښه صورتونه يې در جوړ کړي، او له حلالو او پاکو شيانو يې روزي درکړې ده، دغه پېرزوينې يې چې درباندې کړې دي هغه ستاسو پالونکی الله دی، نو د ټولو مخلوقاتو پالونکی الله برکت والا دی، له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هُوَ الْحَیُّ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
هغه ژوندی دی، مړ کيږي نه، له هغه پرته په حقه بل د عبادت وړ نشته، عبادت یې کوئ او غوښتنه کې يې راوبولئ، په داسې حال کې چې يوازې د هغه د خوښې هوډ مو کړی وي، او له مخلوقاتو يې بل څوک مه ورسره شريکوئ، ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې د مخلوقاتو پالونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اِنِّیْ نُهِیْتُ اَنْ اَعْبُدَ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَمَّا جَآءَنِیَ الْبَیِّنٰتُ مِنْ رَّبِّیْ ؗ— وَاُمِرْتُ اَنْ اُسْلِمَ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ورته ووایه ای پیغمتره زه الله منع کړی یم د هغه چا د عبادت څخه چې تاسو یې عبادت کوئ په غیر د الله څخه ددې بوتانو چې نه فایده رسولای شي او نه ضرر دفع کولای شي کله چې ما ته د دې دعبادت په بطلان ښکاره دلایل او براهین راغلۍ، او امر يې راته کړی چې يوازې هغه ته په بنده ګۍ کولو غاړه کېږدم، هغه د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، چې له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• دخول الدعاء في مفهوم العبادة التي لا تصرف إلا إلى الله؛ لأن الدعاء هو عين العبادة.
د هغه عبادت په مفهوم کې د دعا داخلوالی چې يوازې الله ته کيږي، ځکه دعا عين عبادت ده.

• نعم الله تقتضي من العباد الشكر.
د الله پېرزوينې له بندګانو څخه د شکر غوښتنه کوي.

• ثبوت صفة الحياة لله.
د الله لپاره د حيات صفت ثابتول.

• أهمية الإخلاص في العمل.
په عمل کې د اخلاص اهميت.

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
هغه ذات[الله] دی چې ستاسو پلار آدم يې له خاورې پيداکړی، بيا له هغه وروسته يې ستاسو پيدايښت له نطفې (مني) وګرځولو، بيا يې له نطفې وروسته له ټينګې وينې څخه، بيا له دغه وروسته مو د ميندو له ګېډو د وړو ماشومانو په توګه راباسي، بيا تاسو د بدن د سختوالي عمر ته رسېږئ، بيا دومره لوېږئ چې بوډا کېږئ، او ځينې مو له دې مخکې مري، د دې لپاره چې د الله په پوهه کې ټاکلې مودې ته ورسېږئ، له هغه نه کمېږئ او نه پر هغه زياتېږئ، او کېدای شي د دغو حجتونو او دليلونو په مرسته د هغه پر قدرت او يووالي ګټه پورته کړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— فَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠
هغه يوازې داسې سپېڅلی ذات دی چې ژوندې کول د هغه په واک کې دي، او يوازې همغه دی چې مړه کول يې په واک کې دي، کله چې د څه پرېکړه وکړي، نو هغه امر ته وايي شه، بس هغه کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— اَنّٰی یُصْرَفُوْنَ ۟ۙۛ
ای رسوله! تا هغه خلک نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي د هغو د څرګندوالي سربېره هغه درواغ ګڼي، د هغوی پر حال به تعجب وکړې، په داسې حال کې چې هغوی له حقه مخ اړوي سره له دې چې هغه څرګند دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَبِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا ۛ۫— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
هغه کسان چې قرآن او هغه حق درواغ ګڼي چې موږ خپل رسولان په هغې لېږلي دي، ژر به دغه درواغ ګڼونکي د خپلو درواغ ګڼلو په پايله پوه شي او بده خاتمه به يې وويني.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِذِ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلٰسِلُ ؕ— یُسْحَبُوْنَ ۟ۙ
هغوی به پخپله پايله پوه شي کله چې يې په غاړو کې زندۍ او پښو کې ځنځيرونه وي او د عذاب پرېښتې به يې را کشکوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فِی الْحَمِیْمِ ۙ۬— ثُمَّ فِی النَّارِ یُسْجَرُوْنَ ۟ۚ
په داسې ګرمو اوبو کې به راښکل کيږي چې سختې به خوټيږي، بيا به په اور کې سوځول کيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ قِیْلَ لَهُمْ اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
بیا به ورته وویل شي د سرټیټۍ او رټنې د پاره:چیرته دي هغه د درواغو معبودان چې د هغوی د بنده ګۍ په وجه تاسو مشرکان شوي یاست؟!.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا بَلْ لَّمْ نَكُنْ نَّدْعُوْا مِنْ قَبْلُ شَیْـًٔا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
له الله پرته ستاسو هغه بوتان چې نه ګټه او نه زيان رسولای شي؟! کافران به ووايي: له موږ ورک شول، نو موږ يې نه وينو، بلکې موږ په دنيا کې د داسې شي عبادت نه دی کړی چې هغه یې لایق وو، د دغو د لارورکۍ غوندې الله په هرځای او هر وخت کې کافران له حقه لارورکي کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَفْرَحُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَمْرَحُوْنَ ۟ۚ
هغوی ته به وويل شي: دغه عذاب چې تاسو یې څکۍ ستاسو پر شرک د خوشالۍ او په خوشالۍ کې د پراخوالي له امله دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اُدْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
د دوزخ دروازو ته ننوځئ تل به پکې اوسېږئ، له حق څخه د لويي کوونکو ځای ډېر بد دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟
نو ای رسوله! د خپل قوم په آزار او درواغ ګڼلو دې صبر کوه، بېشکه ستاسره د الله لخوا د بریا ژمنه حق ده هيڅ شک پکې نشته، يا به ستا په ژوند کې ځينې هغه سزا دروښيو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو لکه د بدر په ورځ چې حاصله شوه، او يا به دې له دې مخکې وفات کړو، نو د قيامت په ورځ يوازې موږ ته يې راګرځېدل دي، چې پر کړنو به يې بدله ورکړو، اور ته به يې ننباسو تل ترتله به پکې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية يتعلم منها الناس التدرج في حياتهم.
پړاو په پړاو پيداکول يوه الهي کړنلاره ده چې خلک له هغه څخه په خپل ژوند کې تدرج (پړاو په پړاو ژوند تېرول) زده کوي.

• قبح الفرح بالباطل.
پر باطل د خوشالۍ بدوالی.

• أهمية الصبر في حياة الناس، وبخاصة الدعاة منهم.
د خلکو په ژوند کې د صبر اهميت په ځانګړي ډول له هغوی څخه د بلونکو لپاره.

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟۠
او پرته له شکه اې رسوله! له تا مخکې مو ډېر رسولان امتونو ته يې ولېږل؛ نو هغوی يې درواغجن وګڼل او آزار يې کړل، چې هغوی يې پر درواغ ګڼلو او آزار صبر وکړ، له دغو رسولانو مو د ځينو کیسې درته بيان کړې او د ځينو مو نه دي درته بيان کړې، او د هيڅ رسول لپاره صحيح نه ده چې قوم ته يې د خپل پالونکي له لوري کومه نښانه راوړي مګر د هغه پاک ذات په خوښه، نو د کافرانو پر خپلو رسولانو د نښانو طرحه وړاندې کول ظلم دی، کله چې په فتحه يا د رسولانو او قومونو ترمنځ د پرېکړې امر راشي، د هغوی ترمنځ يې په عدالت پرېکړه کړې ده، کافران يې تباه کړي او رسولان يې ژغورلي دي، او په دغه حالت کې چې هلته د بنده ګانو ترمنځ پرېکړه کيږي د باطل والا ځانونه تاواني کړي د خپل کفر له امله د هغو د تباهۍ کندو ته په اچولو سره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَنْعَامَ لِتَرْكَبُوْا مِنْهَا وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ
الله هغه ذات دی چې ستاسو لپاره يې اوښان، غواوې او پسونه پيداکړي، تر څو په ځينو يې سپاره شئ او د ځينو يې غوښې وخورئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوْا عَلَیْهَا حَاجَةً فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟ؕ
ستاسو لپاره په دغو مخلوقاتو کې يوشمېر ګټې دي چې په هره زمانه کې نوې کيږي، او ستاسو لپاره د هغو په ترڅ کې هغه څه لاسته راځي چې تاسو يې په خپلو زړونو کې له اړتياوو هيله لرئ او تر ټولو څرګند يې په وچه او درياب کې لېږد رالېږد دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ ۖۗ— فَاَیَّ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُنْكِرُوْنَ ۟
او هغه پاک ذات تاسو ته پر خپل قدرت او يووالي دلالت کوونکې نښانې درښيي، نو کومې نښانې دي چې تاسو يې نه منئ وروسته تردې چې ستاسو په وړاندې ثابتې شوې چې هغه د الله نښانې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْهُمْ وَاَشَدَّ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه چې پند يې ترې اخېستی وای؟! دغه امتونه له هغوی څخه د مالونو له پلوه زيات او ځواک له پلوه پياوړي او په ځمکه کې د اغېزو له پلوه سخت وو، خو له هغوی يې ترلاسه کړي ځواک څه ونه ګرځول، کله چې هغوی ته د الله تباه کوونکی عذاب راغی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرِحُوْا بِمَا عِنْدَهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
نو کله چې هغوی ته يې رسولان له څرګندو دليلونو سره راغلل، هغوی درواغجن وګڼل، او له هغوی سره په شته پوهه په ټينګار خوښ وو، کومه پوهه چې له هغه څه سره په ټکر کې وه چې رسولان ورسره راغلي وو، او پر هغوی هغه عذاب را نازل شو چې ملنډې يې پرې وهلې چې رسولانو يې ترې وېرول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهٖ مُشْرِكِیْنَ ۟
کله يې چې زموږ عذاب وليدلو د اقرار کوونکو په توګه يې هغه مهال وويل چې اقرار يې ګټه نه ور رسوله: يوازې پر الله مو ايمان راوړی او له هغه پرته پر شريکانو او بوتانو مو کفر کړی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا ؕ— سُنَّتَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ ۚ— وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
کله يې چې زموږ عذاب وليدلو چې پرې نازليږي نو ايمان راوړل يې هغوی لره ګټور نه و، د الله هغه کړنلاره چې د بندګانو په اړه تېره شوې ده هغه دا ده چې د هغوی ايمان راوړل هغه مهال ګټه نه رسوي چې عذاب وويني، کافرانو پر الله د کفر او د عذاب له ليدلو مخکې د توبې نه اېستلو له امله ځانونه د تباهۍ کندو ته په ورننه اېستلو سره زيانمن کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• لله رسل غير الذين ذكرهم الله في القرآن الكريم نؤمن بهم إجمالًا.
الله لره له هغو پرته نور رسولان هم شته چې په قرآن کريم کې الله ياد کړي دي موږ پر هغوی اجمالي ايمان لرو.

• من نعم الله تبيينه الآيات الدالة على توحيده.
د الله له نعمتونو ځينې هغه دي چې د هغه پر يووالي دلالت کوونکي آيتونه يې بيانوي.

• خطر الفرح بالباطل وسوء عاقبته على صاحبه.
پر باطل د خوشالۍ خطر او د څښتن ناوړه پايله يې.

• بطلان الإيمان عند معاينة العذاب المهلك.
د تباه کوونکي عذاب د ليدلو پر مهال د ايمان راوړلو بطلان.

 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ጋፊር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማዉጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

መዝጋት