Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀመር   አንቀጽ:
خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ
سترګې به يې ټيټې وي په داسې حال کې چې له قبرونو به راوزي ګواکې د حساب ځای لوري ته په هڅه کې يې خواره ملخان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟
د بلونکي خواته دغه ځای لوري ته به منډې وهونکي وي، کافران به وايي: دغه ورځ سخته ورځ ده؛ په هغې کې سختي او بد حالات دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟
ای رسوله! له دغو ستا د بلنې له درواغ ګڼونکو مخکې د نوح قوم درواغ ګڼلي وو، نو هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګڼلو کله مو چې ور ولېږلو، او د هغه په اړه يې وويل: هغه لېونی دی، په ډول ډول ښکنځلو، بدردويلو او کواښو يې و راټه کله چې هغه يې بلنه پرې نه ښوده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟
نو نوح خپل پالونکی په دې ويلو راوبللو: بېشکه زما قوم پر ما برلاسی شو، او زما خبره يې ونه منله، نو له هغوی څخه په داسې عذاب غچ راته واخله چې پرې نازل شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ
نو بيا مو د آسمان دروازې په پرله پسې تويدونکو اوبو سره پرانېستلې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ
او ځمکه مو وچوله، داسې چينې وګرځېدله چې وبه ترې بهېدلې، نو له آسمانه را نازل شوې اوبه له ځمکې څخه د خوټېدلو اوبو سره د الله په هغه امر يوځای شوې چې په ازل کې يې ټاکلی و، له هغه چا پرته چې الله ژغورلي و نور ټول يې ډوب کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ
او نوح مو د تختو او مېخونو والا پر کښتۍ سپور کړ، نو هغه او له هغه سره شته خلک مو وژغورل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟
دغه کښتۍ د اوبو په مستو څپو کې زموږ د سترګو او ساتنې په وړاندې چلېدله، د هغه نوح د مرستې په موخه چې قوم يې درواغجن ګڼلی و، او هغوی پر هغه څه کفر کړی وو چې نوح ورته د الله له لوري ورسره راغلی و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او پرته له شکه مو دغه عذاب چې هغوی مو پرې په عذاب کړي د پند او نصيحت په توګه پرېښود؛ نوآيا کوم پند اخېستونکی شته چې پر دغه پند واخلي؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو درواغ ګڼونکو لره زما عذاب څنګه و؟! او زما وېرول د هغوی په تباه کولو سره څنګه و؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او پرته له شکه قرآن د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی؛ نو آيا پر هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
او عاديانو خپل نبي هود عليه السلام درواغجن وګڼلو، نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته د نورو خلکو په عذابولو سره زموږ وېرول څنګه و؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ
او پرته له شکه مو پر هغوی سخت يخ باد ولېږلو په داسې سخته او بدمرغه ورځ کې چې بدمرغي به يې د هغوی تر دوزخ ته ننوتلو پورې ورسره وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟
خلک به له ځمکې وباسي او پر سرونو به يې داسې ولي لکه د خرما ونو بېخونه چې له بېخه اېستل شوي وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ چې هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او له هغوی پرته نورو خلکو لره په عذاب ورکولو زما وېرول څنګه و؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او د پند او نصيحت لپاره مو قرآن آسانه کړ؛ نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟
ثموديانو په هغه څه کې خپل رسول صالح عليه السلام درواغجن وګڼلو چې پرې وېرولي يې وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟
نو هغوی د نټه کوونکو په توګه وويل: آيا زموږ له جنسه د يو بشر پيروي وکړو؟! بېشکه که موږ په دغه حالت کې د هغه پيروي وکړه موږ به له سمې لارې لېرې او له هغه څخه په کوږوالي او سختۍ کې وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟
آيا پر هغه وحي نازله شوې او حال دا چې هغه يو دی، او له موږ ټولو يې هغه ځانګړی کړ؟! نه داسې نه ده، بلکې هغه ډېردرواغجن کبرجن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟
ژر به هغوی د قيامت په ورځ پوه شي چې څوک درواغجن کبرجن دی آيا صالح او که هغوی؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ
ای صالحه! پرته له شکه موږ د هغوی د ازمويښت لپاره له لويې ډبرې څخه د يوې اوښې را اېستونکي او لېږونکي يو او پر هغه څه څارنه کوه چې هغوی يې کوي او څه چې پرې کيږي او د هغوی پر آزار رسولو صبر کوه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• مشروعية الدعاء على الكافر المصرّ على كفره.
د هغه کافر پر خلاف د ښېرا کولو رواوالی چې پر کفر يې ټينګار کوي.

• إهلاك المكذبين وإنجاء المؤمنين سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو تباه کول او د مؤمنانو ژغورل يو الهي کړنلاره ده.

• تيسير القرآن للحفظ وللتذكر والاتعاظ.
د ياد، پند او نصيحت لپاره د قرآن آسانه کول.

 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀመር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማዉጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

መዝጋት