Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አር-ረዕድ   አንቀጽ:
اَفَمَنْ یَّعْلَمُ اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ اَعْمٰی ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟ۙ
اّيا نو هغه څوك چې پوهيږي چې كوم كتاب تا ته د خپل رب له لوري نازل شوى (بالكل) حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند وي، خبره دا ده چې پند خو يوازې هوښياران اخلي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
الَّذِیْنَ یُوْفُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَلَا یَنْقُضُوْنَ الْمِیْثَاقَ ۟ۙ
هغوى چې الله سره كړى لوظ پوره كوي او (هغه) تړون نه ماتوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَیَخَافُوْنَ سُوْٓءَ الْحِسَابِ ۟ؕ
او هغوى چې هغه اړيكې ټينګوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او له خپل ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ صَبَرُوا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً وَّیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عُقْبَی الدَّارِ ۟ۙ
او هغوى چې صبر كوي د خپل رب د رضا په لټون او لمونځ كوي او پټ او ښكاره له هغې روزي نه لګښت (خيرات) كوي چې موږ وركړې ده او د بدۍ مخنيوى په نېكۍ سره كوي، د همدې خلكو لپاره د آخرت كور دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَدْخُلُوْنَ عَلَیْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍ ۟ۚ
د تل اوسېدلو جنتونه چې هم به دوى ورننوځي او هم به يې له پلرونو، ښځو او اولادې څوك چې صالحان وي او پرېښتې به هم له هرې دروازې ورننوځي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ ۟ؕ
پر تاسو دې سلامتيا وي چې صبر مو وكړ، نو څه ښه دى دغه د اخرت كور.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ وَیَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟
او هغوى چې الله سره كړى لوظ له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكې شلوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او پر زمكه فساد كوي، د هغوى لپاره لعنت او د هغوى لپاره د اخرت ناكاره كور دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— وَفَرِحُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا مَتَاعٌ ۟۠
هر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ اَنَابَ ۟ۖۚ
او هغه كسان چې كافر شوي وايي ولې پر ده باندې كومه نښه د خپل رب له لوري نده نازله شوې؟ ورته وايه چا ته چې الله یې وغواړي بې لارې كوي يې او خپل لور ته د ورتللو سمه لار هغه چا ته ښايي چې ده ته ورګرځېدلى وى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُ ۟ؕ
هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አር-ረዕድ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት