Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ከህፍ   አንቀጽ:
اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ
بې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟
نو روان شو په یوه لاره.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟
تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟
هغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ
خو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا په (یوه بله) لاره روان شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ
تر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟
همداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا په (یوه بله) لاره روان شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟
تر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟
دوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ
هغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ
ماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟
نو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ከህፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረቦዋ የዳዋ ማህበር እና ከ እስላማዊ ይዘት አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተረጎመ።

መዝጋት