Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: መርየም   አንቀጽ:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠
د اسمانو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟
او وايې انسان (کافر) کله چې زه مړ شم نو آیا بیا به ژوندی راویستلی شم؟!
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟
آیا انسان ته نه دي یاد چې یقینا موږ له دې مخکې پیدا کړی و او دې هیڅ نه و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ
نو ستا په رب دې قسم وي چې دوى او شيطانان به ټول راغونډ كړو او بيا به يې په ګونډو جهنم نه راچاپېر كړو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ
بيا به له هرې ډلې نه هر هغه راوباسو چې د رحمن (ذات) په مقابل كې زيات سركښ وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟
بيا موږ په هغو كسانو دېر ښه پوه يو چې تر ټولو زيات په هغه كې د غورځېدو وړ وى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ
او په تاسو كې هېڅوك داسې نشته چې هغه ته ورتلونكى نه وي، دا ستا د رب په غاړه يوه فيصله شوې خبره ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟
بيا به موږ هغه كسان وژغورو چې ځان ساتنه (تقوا) يې كوله او ظالمان به په ګونډو غورځېدلي پكې پرېږدو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟
او كله به چې هغوى ته زموږ څرګند اّيتونه لوستل كېدل نو كافرانو به مومنانو ته ويل: له دې دواړو نه كومه يوه ډله د غوره حالت او شانداره مجلس والا ده؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟
حال دا چې له دوى مخكې مو څومره ډېر داسې قومونه تباه كړي دي چې په سامان او (ظاهري) ډول سينګار كې له دوى دېر غوره وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟
ورته ووايه: څوك چې په بې لاريتوب كې وي نو هغه ته رحمن مهلت وركوي، تر دې چې هغه څه وګوري كوم چې وعده يې ورسره كيږي، يا عذاب (په دنيا كې) يا قيامت، نو بيا به وپوهيږي چې د چا بده مرتبه او كمزورې ډله ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟
او څوك چې په سمه لار برابر شوي، هغوى ته الله نور هم هدايت ورزياتوي، او ستا د رب پر وړاندې پاتېدونكې نېكۍ هم په ثواب كې غوره دي او هم د انجام په اعتبار.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: መርየም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት