Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል   አንቀጽ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
او بې شكه موږ ثموديانو ته د هغوى ورور صالح ورلېږلى وو چې (يوازې) الله ولمانځئ نو يو دم هغوى دوې ډلې شول چې سره جنګېدل به.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
(صالح) وويل: زما قومه! له نېكۍ وړاندې ولې د بدۍ لپاره بيړه كوئ؟ ولې له الله بخښنه نه غواړئ چې رحم درباندې وكړى شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟
هغوى ويل: موږ په تا او ستا په ملګرو پورې بدمرغي نيولې ده! (صالح) وويل: ستاسو (بدمرغي) الله سره ده، خو تاسي يو قوم ياست چې ازمويل کېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
او په هغه ښار كې نه (9) ټولي مشران وو چې په هغه سيمه كې يې فساد خپرولو او څه سمون يې نه كولو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
ويې ويل: پر الله قسم سره وكړئ چې هرومرو به پر هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو تدبیر جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
نو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
هغه دي كورونه يې وران تش پراته دي په دې چې ظلم يې كړى وو، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده هغو خلكو لپاره چې پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟
او هغه خلك مو وساتل چې ايمان يې راوړى و او تقوا يې كوله.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
او (در په ياد كړئ) لوط كله چې خپل قوم ته يې وويل: آيا تاسو په (رڼو) سترګو وينئ بدكاري كوئ؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
آيا تاسو ښځې پرېږدئ، سړيو ته د شهوت لپاره ورځئ؟ بلكې داسې خلك ياست چې ډېر جهالت كوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነምል
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት