Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀሰስ   አንቀጽ:
وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
او هر كله چې مخ یې کړو طرف د مدین ته وویل ده هيله ده چې رب مې سمه لار راوښايي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ ؗ۬— وَوَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ ۚ— قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ؕ— قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ ٚ— وَاَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ ۟
او کله چې ورسېد اوبو (كوهي) د مدین ته؛ نو يوه ډله خلك يې وموندل چې خپل څاروي اوبه كوي او له هغوی بل خوا دوې ښځې دي چې خپل څاروي يې ايسار كړي موسىٰ ورته وويل: ستاسو دواړو څه حالت دى؟ وېلې: موږ يې تر هغه نه شو اوبه كولى څو چې دا شپانه بېرته نه وي ګرځېدلي او زموږ پلار ډېر سپين ږيرى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ ۟
نو موسى هغوى ته (څاروي) اوبه كړل بيا سيوري ته ورتاو شو، وېلې زما ربه! هره ښېګڼه چې پر ما راكوزه كړې، زه ورته اړ يم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ ؗ— قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ؕ— فَلَمَّا جَآءَهٗ وَقَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ ۙ— قَالَ لَا تَخَفْ ۫— نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو له هغو يوه يې په حيا ورته راغله وېلې زما پلار دې غواړي چې د هغه كار بدله دركړي چې څاروي دې راته اوبه كړي دي، نو كله چې هغه ته ورغی او (ټوله) كيسه يې ورته وكړه وېلې: مه وېرېږه (اوس) له ظالمانو ژغورل شوى يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ ؗ— اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ ۟
له هغو دواړو يوې يې وويل: اې پلاره! هغه مزدور کړه، بې شكه يو غوره مزدور چې ته يې نيسي هغه دى چې قوي او امين وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ ۚ— فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۚ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ؕ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
هغه (شعيب) وويل: زه غواړم چې له خپلو دغو لوڼو يوه يې تا ته په نكاح كړم، په دې شرط چې اته كاله ما سره نوكري وكړې، او كه لس دې پوره كړل نو دا به ستا له لوري (نيكي) وي او زه پر تا څه سختي كول نه غواړم، ان شاء الله زر دی چې ته ما به ښه سړى ومومې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ ؕ— اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟۠
موسى وويل: زما او ستا ترمنځ همدا خبره شوه چې كه له دې دواړو مې هره يوه نېټه پوره كړه بيا به پر ما څه زياتى نه وي، او الله پر هغه خبرو چې موږ یې وایو ذمه دار دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀሰስ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት