Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር   አንቀጽ:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَصَعِقَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— ثُمَّ نُفِخَ فِیْهِ اُخْرٰی فَاِذَا هُمْ قِیَامٌ یَّنْظُرُوْنَ ۟
او شپېلۍ به پو كړى شي نو څوك چې په اسمانونو او څوك چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي پرته له هغه چې الله یې وغواړي، بيا به بل وار پو كړى شي سمدلاسه په دغه وخت به دوی ولاړ وي ګوري به.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَشْرَقَتِ الْاَرْضُ بِنُوْرِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتٰبُ وَجِایْٓءَ بِالنَّبِیّٖنَ وَالشُّهَدَآءِ وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او ځمكه به د خپل پالونکي په نور روښانه شي، كتاب به كېښودل شي، نبيان او شاهدان به راوستل شي او په حقه به يې ترمنځ پرېكړه وشي او په هغوى به ظلم نه كيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَوُفِّیَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟۠
او هر چا چې څه كړي وي همغه به پوره وركړل شي او هغه (الله) ښه پوه دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او كومو خلكو چې كفر كړى هغوى به ډلې ډلې جهنم ته روان كړى شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې ورته پرانيستل شي او څوكيداران يې ورته ووايي: آيا له تاسو څوك رسولان نه وو درغلي چې د خپل رب ايتونه يې درباندې لوستل، او تاسي یې له دغې ورځې سره د مخامخ كېدلو څخه وېرولي واى؟ هغوى به وايي: هو (راغلي وو) خو په دغو كافرانو د عذاب خبره ثابته شوې ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قِیْلَ ادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— فَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
(بيا به) وويل شي: د جهنم دروازو ته ننوځئ، تل به پكې اوسئ نو (دا) د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَسِیْقَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ اِلَی الْجَنَّةِ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا وَفُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوْهَا خٰلِدِیْنَ ۟
او هغه خلك چې له خپل پالونکي وېرېدل، ډلې ډلې به جنت ته روان كړل شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې پرانيستل شي او څوكيداران به يې ورته ووايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو پاك ياست نو ورننوځئ تل (پكې) اوسېدونكي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ صَدَقَنَا وَعْدَهٗ وَاَوْرَثَنَا الْاَرْضَ نَتَبَوَّاُ مِنَ الْجَنَّةِ حَیْثُ نَشَآءُ ۚ— فَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟
او هغوى به ووايي: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ سره يې خپله ژمنه رښتينې كړه او (دا) ځمكه يې موږ ته په ميراث راكړه چې (اوس) په جنت كې چېرته غواړو هلته ځاى نيسو نو (دا) د (غوره) عمل كوونكو ښه بدله ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት