Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነጅም   አንቀጽ:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟
بېشكه هغه كسان چې پر آخرت ايمان نه لري، په پرېښتو ښځينه نومونه ږدي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ
او حال دا چې هغوى لره پرې څه پوهه نشته، له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځي او په رېښتيا ګومان د حق پر وړاندې هيڅ كار نه شي وركولاى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
نو له هغه چا مخ وګرځوه چې زموږ له ياده يې مخ اړولى او له دنيوي ژونده پرته بل څه نه غواړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟
همدا يې د پوهې وروستی بريد دى. بېشكه هماغه ستا پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه پر لار موندونكو ښه پوه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ
او په آسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠
هغوى چې له غټو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي پرته له وړو وړو ګناهونو. بېشكه ستا رب د بخښنې پراخوونكى دى. هغه پر تاسي ښه پوه و چې كله يې له ځمكې راپيدا كړئ او كله چې تاسي د خپلو ميندو ګېډو كې (پټ) واړه بچيان واست. نو د خپلو ځانو پاكي مه بيانوئ، همغه متقيان ښه پېژني.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ
آيا هغه دې وليد چې مخ يې واړولو؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟
او لږ (خيرات، زكات) يې وركړ او (نور څه يې) ايسار كړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟
آيا هغه سره د پټو پوهه ده چې (هر څه) ويني.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ
كه په هغه څه نه دى خبر شوى چې د موسى په پاڼو كې و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ
او د هغه ابراهيم (پاڼو كې)، چې وفا يې وكړه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ
دا چې هيڅوك به د بل چا بار نه وړي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ
او دا چې انسان ته بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟
او بېشكه چې دا هڅه به يې زر وليدل شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ
بيا به پوره پوره بدله وركړل شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ
او دا چې (همغه) ستا د رب لور ته ور رسېدل دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ
او دا چې هغه (خلک) خندوي او ژړوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ
او دا چې همغه مړه كوي او ژوندي كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን ነጅም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት