Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም   አንቀጽ:
اِنَّ اللّٰهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوٰی ؕ— یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَیِّتِ مِنَ الْحَیِّ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
يقيناً د دانې او زړي چوونكى الله دى له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه د مړي راوېستونكى هماغه دى الله خو همدا دى نو تاسو كوم لور ته اوښتونكي ياست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَالِقُ الْاِصْبَاحِ ۚ— وَجَعَلَ الَّیْلَ سَكَنًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟
د سهار چوونكى دى، او شپه يې د ارام او لمر سپوږمۍ يې د حساب لپاره (وسيله) ګرځولي، دا د هماغه برلاسي او عليم (ذات) ټاكلې اندازه ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ النُّجُوْمَ لِتَهْتَدُوْا بِهَا فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
او دى هماغه دى چې ستوري يې ستاسو لپاره د وچى او سمندر په ترږميو كې د لار موندلو وسيله ګرځولي، دا آيتونه مو د هغو خلكو لپاره څرګند بيان كړل چې پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَّمُسْتَوْدَعٌ ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّفْقَهُوْنَ ۟
او (الله) هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ، بيا نو يو د ارام ځاى دی او يو د هغه ورسپارل كېدو ځاي، يقيناً دا آيتونه مو داسې قوم ته څرګند بيان كړي چې پوهه لري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ نَبَاتَ كُلِّ شَیْءٍ فَاَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا ۚ— وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِیَةٌ ۙ— وَّجَنّٰتٍ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَّغَیْرَ مُتَشَابِهٍ ؕ— اُنْظُرُوْۤا اِلٰی ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَیَنْعِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكُمْ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او دى هماغه ذات دى چې له اسمانه يې اوبه را ورولې دي، بيا مو پرې د هر ډول تېغونه راوټوكول، بيا مو ترې شين ډكى راواېست چې يو په بل سپرې دانې ترې باسو او د كجورو له كڅوړو نږدې راځوړند غونچكونه، او د انګورو، ښونو او انارو داسې باغونه چې مېوې يې يو بل ته ورته هم دي او (په خوند كې) بېلا بېلى هم، دا چې كله ميوه نيسي نو مېوې ته يې وګورئ او پخېدو ته، بې شكه په دې كې خامخا ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُوْا لَهٗ بَنِیْنَ وَبَنٰتٍ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟۠
او دوى پيريان الله سره شريكان وګرځول، حال دا چې هغه (الله) پيدا كړي دي، او پرته له كومې پوهې يې هغه ته زامن او لوڼې جوړې كړې، پاكي ده هغه لره او ډېر لوړ دى له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَنّٰی یَكُوْنُ لَهٗ وَلَدٌ وَّلَمْ تَكُنْ لَّهٗ صَاحِبَةٌ ؕ— وَخَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ ۚ— وَهُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
د اسمانونو او ځمكې پېدا کوونكى دى د هغه زوى له كومه كېداى شي چې بالكل يې ملګرې (مېرمن) نشته، هغه خو هر څه پيدا كړي دي او هغه په هر شي ډېر ښه پوه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት