Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አት ተህሪም   አንቀጽ:

تحریم

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ ۚ— تَبْتَغِیْ مَرْضَاتَ اَزْوَاجِكَ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
اې نبى! ته ولې هغه څه حراموې چې الله درته حلال كړي وي؟ (ايا) په دې سره د خپلو مېرمنو خوشالي غواړې او الله بخښونكى مهربان دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَدْ فَرَضَ اللّٰهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ اَیْمَانِكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
بېشكه الله ستاسي لپاره د خپلو قسمونو د حلالېدو لاره ټاكلې ده او الله ستاسو چارواكى او همغه ډېر پوه حكمت والا دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذْ اَسَرَّ النَّبِیُّ اِلٰی بَعْضِ اَزْوَاجِهٖ حَدِیْثًا ۚ— فَلَمَّا نَبَّاَتْ بِهٖ وَاَظْهَرَهُ اللّٰهُ عَلَیْهِ عَرَّفَ بَعْضَهٗ وَاَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ ۚ— فَلَمَّا نَبَّاَهَا بِهٖ قَالَتْ مَنْ اَنْۢبَاَكَ هٰذَا ؕ— قَالَ نَبَّاَنِیَ الْعَلِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
او كله چې نبي (عليه السلام) خپلې يوې مېرمنې ته يوه خبره پټه وكړه، خو بيا چې هغې بل چا ته خبر وركړ او الله نبي ته د دې (راز څرګندولو) خبر وركړ، نو نبي هغه خبره يو څه ښكاره او له څه تېر شو، خو كله چې نبى (عليه السلام) هغې ته دغه (د راز څرګندېدو) خبره ښكاره كړه، هغې ويل: ته چا پرې خبر كړې؟ (نبي عليه السلام) وويل هغه ذات خبر كړم چې ډېر پوه او پوره خبر دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ تَتُوْبَاۤ اِلَی اللّٰهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوْبُكُمَا ۚ— وَاِنْ تَظٰهَرَا عَلَیْهِ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ مَوْلٰىهُ وَجِبْرِیْلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ بَعْدَ ذٰلِكَ ظَهِیْرٌ ۟
كه چیرته توبه وباسئ دواړه الله ته (نو درته غوره ده) ځكه چې زړونه مو كاږه شوي دي او كه د هغه (نبى عليه السلام) پر خلاف يو بل سره ملګرتيا وكړئ نو بېشكه الله د هغه ملګرى دى او جبريل او صالح مومنان، او له دوی وروسته يې پرېښتې هم ملاتړ دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
عَسٰی رَبُّهٗۤ اِنْ طَلَّقَكُنَّ اَنْ یُّبْدِلَهٗۤ اَزْوَاجًا خَیْرًا مِّنْكُنَّ مُسْلِمٰتٍ مُّؤْمِنٰتٍ قٰنِتٰتٍ تٰٓىِٕبٰتٍ عٰبِدٰتٍ سٰٓىِٕحٰتٍ ثَیِّبٰتٍ وَّاَبْكَارًا ۟
لرې نه ده چې كه هغه تاسي ته طلاق دركړي نو الله به ستاسي په بدل كې داسې مېرمنې وركړي چې له تاسي غوره وي، (ریښتينې) مسلمانې، ايماندارې، امر منونكې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نيوونكې، كونډې او پېغلې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَاَهْلِیْكُمْ نَارًا وَّقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَیْهَا مَلٰٓىِٕكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا یَعْصُوْنَ اللّٰهَ مَاۤ اَمَرَهُمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور څخه وژغورئ چې خس خاشاك يې انسانان او ډبرې دي، چې پر هغه به غوسه ناك، سخت زړې پرېښتې (ولاړې) وي، كوم چې د الله له حكمه سرغړاوى نه كوي او چې څه امر ورته كيږي هغه پر ځاى كوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَعْتَذِرُوا الْیَوْمَ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
اې هغو کسانو چې کفر يې کړی! نن عذرونه مه كوئ، تاسو ته خو يوازې د همغه څه بدله دركول كيږي چې كول مو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አት ተህሪም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት