Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
لَا یُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغْوِ فِیْۤ اَیْمَانِكُمْ وَلٰكِنْ یُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟
الله پاک تاسې په بابیزه قسمونو نه نیسي، خو تاسې په هغو قسمونو چې په زړونو کې مو ورته هوډ کړی وي نیسي او الله بښونکې او زغم کوونکې دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِلَّذِیْنَ یُؤْلُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ تَرَبُّصُ اَرْبَعَةِ اَشْهُرٍ ۚ— فَاِنْ فَآءُوْ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
کوم کسان چې له ښځو څخه د جلا کیدلو قسم کوي نو د هغوی لپاره څلور میاشتي مهلت او انتظار دی، نو که یو له بل سره یو ځای شول بې شکه چې الله بښونکی او مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَاِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او که د طلاق اراده یې کړې وه نو په یقین سره الله اوریدونکی او پوه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالْمُطَلَّقٰتُ یَتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ ثَلٰثَةَ قُرُوْٓءٍ ؕ— وَلَا یَحِلُّ لَهُنَّ اَنْ یَّكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِیْۤ اَرْحَامِهِنَّ اِنْ كُنَّ یُؤْمِنَّ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— وَبُعُوْلَتُهُنَّ اَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِیْ ذٰلِكَ اِنْ اَرَادُوْۤا اِصْلَاحًا ؕ— وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِیْ عَلَیْهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۪— وَلِلرِّجَالِ عَلَیْهِنَّ دَرَجَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
طلاقې شوې ښځې باید درې حیضه انتظار وکړي، او دا ورته روا نه ده چې هغه څه پټ کړي چې الله یې په رحمونو کې پیدا کړي دي( اولاد وي او که حیض) که په الله او د قیامت په ورځ د پاخه ایمان څښتنانې وي، که میړونو یې د روغې جوړې اراده کړي وي نو حق لري چې د عدت په موده کې یې بیرته ځانو ته وګرځوي، ښځې پر سړیو د عرف او قانون مطابق همغه ډول حقوق لري لکه څنګه چې پر ښځو د سړیو حقوق دي، خو بیا هم سړي پر ښځو لوړ او پورته دي، او الله په هر څه بر لاسی او د حکمت والا دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلطَّلَاقُ مَرَّتٰنِ ۪— فَاِمْسَاكٌ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ تَسْرِیْحٌ بِاِحْسَانٍ ؕ— وَلَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَاْخُذُوْا مِمَّاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ شَیْـًٔا اِلَّاۤ اَنْ یَّخَافَاۤ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ۙ— فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا فِیْمَا افْتَدَتْ بِهٖ ؕ— تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَعْتَدُوْهَا ۚ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
رجعي طلاق دوه ځلې دی، بیا یا په ښکاره او نیکه توګه ساتنه ده او یا یې په نیکۍ سره پریښوول، او تاسې ته جواز نه لري چې له خپلې ښځې څخه د طلاق په وخت کې د هغه مال څه برخه بیرته واخلئ چې د نکاح تړلو په وخت کې مو ورکړی وي خو د اخیستلو یې څه باک نشته، که دواړه ډاریدل چې نور په ګډ ژوند کې د الله حدود نه شي پوره کولای نو که تاسې ډاریدلئ چې دوی دواړه به دالله حدود پوره نه کړی شي، پر دواړو ګناه نشته چې ښځه څه مال د طلاق په بدل کې میړه ته ورکړي، دا د الله ټاکلي پولي دي او باید ترې وانه وړئ او څوک چې د الله له پولو څخه اوړي نو هغوی ظالمان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهٗ مِنْ بَعْدُ حَتّٰی تَنْكِحَ زَوْجًا غَیْرَهٗ ؕ— فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یَّتَرَاجَعَاۤ اِنْ ظَنَّاۤ اَنْ یُّقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ یُبَیِّنُهَا لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
نو که درې یم ځل یې طلاقه کړه نو بیا ورته تر هغو نه شي روا کیدای تر څو طلاقه شوې ښځه له لومړي میړه پرته بل میړه وکړي، نو که ( دویم میړه) طلاقه کړه نو پر دواړو ( میړه او ښځې) څه ګناه نشته چې په بیا نکاح سره یو ځای شي که باوریان وو چې د الله حدود پوره کولای شې او دا د الله حدود دي چې د پوهیدونکي قوم لپاره یې بیانوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት