Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን   አንቀጽ:
فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او کله چې ته سره له خپلو کسانو پر کښتۍ ښه برابر شوي نو ووایه چې: ټوله ثنا[۳] یوازې هغه الله ته ده چې مونږ يي له ظالم قوم نه خلاص کړي یو.
[۳] دا د سپریدو وخت دعا ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟
او ووایه چې: ای زما ربه! مونږ یوه ښه او مبارک ځای [۴] ته ښکته کړه بې له شکه چې ته ښه ځای ورکوونکی یې.
[۴] دا د ښکته کیدلو د وخت دعا ده( فتح القدیر د امام الشوکاني)
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟
هو! په دې کیسه کې ډیرې سترې نښاني دي او مونږ ارو، مرو ازمیښت کوونکي یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ
له دوی وروسته مو د نورې زمانې خلک راپیدا کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠
او په هغوی کې مو د هغوی یو سړی رسول ولیږه چې: د یو الله عبادت وکړئ او پرته له هغه ستاسې بل خدای نشته نو ولې نه ډاریږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ
د هغه د قوم هغو مشرانو چې له منلو يې انکار کړی وؤ د اخرت ملاقات یې درواغ ګڼلی او مونږ پرې په دنیوي ژوند کې ښه لورینه کړې وه، وویل: دا سړی پرته له دې چې ستاسې غوندې یو انسان دی بل هیڅ نه دی هغه څه خوري چې تاسې يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسې يې ځښئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ
او قسم دی که تاسې د خپل ځان پشان په یوه بل انسان پسې ولاړئ نو ډیر تاوانیان يې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟
ایا دی له تاسې سره وعده کوي چې کله تاسې مړه، خاورې او هډوکي شئ نو بیرته به راویستلای شئ؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟
ناشوني دی، ناشونی دی، هغه کار چې له تاسې سره يې وعده کیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟
بس زمونږ همدا یو د دنیا ژوند دی چې مړه کیږو او ژوندي کیږو. او له مرګ نه وروسته بیا ژوندي نه راپاڅول کیږو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
بس دغه سړی پر الله درواغ تړي او مونږ يې هیڅکله منوونکي نه یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟
پیغمبر وویل: ای زما ربه! زما ملا وتړه ځکه چې هغوی زه درواغجن وګڼلم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ
الله پاک وفرمایل: ډير ژر به هغوی پښیمانه شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو ناڅاپې چیغې په رښتیا ونیول او د سیلاب وړوغوندی مو وګرځول. ظالم قوم له مهربانۍ څخه لرې شو[۶].
[۶] د الله له رحمت او لورینې نه لرې شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ
بیا مونږ له هغوی وروسته نور قومونه پیدا کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ሙዕሚኑን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት