Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አልን ኑር   አንቀጽ:
اِنَّ الَّذِیْنَ جَآءُوْ بِالْاِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنْكُمْ ؕ— لَا تَحْسَبُوْهُ شَرًّا لَّكُمْ ؕ— بَلْ هُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْاِثْمِ ۚ— وَالَّذِیْ تَوَلّٰی كِبْرَهٗ مِنْهُمْ لَهٗ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
کومو کسانو چې لوی درواغ جوړ کړي دي[۱۲] هغوی ستاسې له مینځ نه یوه ډله ده. دغه پيښه د ځان لپاره شر مه ګڼئ. دا ستاسې لپاره خیر دی. د هر چا لپاره د هغه د کړنې په اندازه ګناه ده. او چا يې چې لویه برخه[۱۳] په غاړه اخیستې وه، د هغه لپاره ډیر لوی عذاب دی.
[۱۲] دا هغه درواغ دي چې د بني مصطلق غزا په اوږدو کې پر بي بي عایشي رضي الله عنها تړل شوي وو ( ابن جریر الطبری).
[۱۳] عبدالله بن ابی ابن سلولو چې ددې بهتان جوړوونکی وو ( ابن جریر الطبری).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بِاَنْفُسِهِمْ خَیْرًا ۙ— وَّقَالُوْا هٰذَاۤ اِفْكٌ مُّبِیْنٌ ۟
که دا پيښه تاسې واوریده، نو ولې مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو پر خپلو ځانو د خیر ګومان ونه کړ؟ او ولې يي ونه ویل چې دا ډانګ پیلي درواغ دي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَوْلَا جَآءُوْ عَلَیْهِ بِاَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ ۚ— فَاِذْ لَمْ یَاْتُوْا بِالشُّهَدَآءِ فَاُولٰٓىِٕكَ عِنْدَ اللّٰهِ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
او لوې درواغ جوړوونکو څلور شاهدان وړاندی نه کړل؟ نو چې شاهدان یې رانه وستل نو په ډاګ ده چې همغوی د الله په وړاندې درواغجن دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِیْ مَاۤ اَفَضْتُمْ فِیْهِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۚ
که پر تاسې په دنیا او اخرت کي د الله فضل او مهرباني نه وای، نو د هغه څه په بدل کې به چې تاسو پکې غوپي وهلې، لوی عذاب در رسیدلی وای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِذْ تَلَقَّوْنَهٗ بِاَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِكُمْ مَّا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ وَّتَحْسَبُوْنَهٗ هَیِّنًا ۖۗ— وَّهُوَ عِنْدَ اللّٰهِ عَظِیْمٌ ۟
هغه وخت چې تاسې درواغ د ژبو په سر اخیستي او هغه څه مو ویل چې په بشپړ ډول ترې ناخبره واست او ګومان مو کاوو چې دا کومه بابیزه خبره ده. په داسې حال کې چې هغه د الله په وړاندې ډیره لویه وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْلَاۤ اِذْ سَمِعْتُمُوْهُ قُلْتُمْ مَّا یَكُوْنُ لَنَاۤ اَنْ نَّتَكَلَّمَ بِهٰذَا ۖۗ— سُبْحٰنَكَ هٰذَا بُهْتَانٌ عَظِیْمٌ ۟
او کله چې تاسې هغه واوریده، نو ولې مو ونه ویل: له مونږ سره نه ښايې چې په دې هکله څه ووایو سبحان الله! دا ډیر لوی بهتان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَعِظُكُمُ اللّٰهُ اَنْ تَعُوْدُوْا لِمِثْلِهٖۤ اَبَدًا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
الله تاسې ته پند درکوي هسې نه چې بیا دا وړ کار وکړئ که تاسې مؤمنان یاست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او الله پاک همدا تاسې ته ایاتونه بیانوي او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحِبُّوْنَ اَنْ تَشِیْعَ الْفَاحِشَةُ فِی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۙ— فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
بې له شکه د هغو کسانو لپاره چې د مؤمنانو په مینځ کې د فحشاوو خپرول خوښوي، په دنیا او اخرت کې دردناک عذاب دی. الله پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ وَاَنَّ اللّٰهَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او که پر تاسې د الله فضل او مهرباني نه وای او هم الله ښه نرمي کوونکی او ډیر رحم والا نه وای( نو له لوی رسوايې او عذاب سره به مه شوي واست).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አልን ኑር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት