Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ኣሊ-ኢምራን   አንቀጽ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَرُدُّوْكُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! که تاسې د کافرانو مننه وکړئ نو تاسې به بیرته د شاه په لورې یوسې یعنې مرتد به مو کړي نو تاسې به ډیر زیان کاره او تاواني شئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلِ اللّٰهُ مَوْلٰىكُمْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ النّٰصِرِیْنَ ۟
بلکې الله ستاسې پالونکی او مرستندوی دی، او هغه له ټولو کومک کوونکو څخه غوره او ښه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
سَنُلْقِیْ فِیْ قُلُوْبِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الرُّعْبَ بِمَاۤ اَشْرَكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَبِئْسَ مَثْوَی الظّٰلِمِیْنَ ۟
مونږ به ډیر ژر د کافرانو په زړونو کې ډار واچوو، ځکه چې له الله سره یې هغه څه شریک کړي دي چې الله جل جلاله پرې کوم دلیل او سند نه دی نازل کړی ورتګ یې اور ته دی او ډیر بد دی د ظالمانو ورتګ ځای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللّٰهُ وَعْدَهٗۤ اِذْ تَحُسُّوْنَهُمْ بِاِذْنِهٖ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِی الْاَمْرِ وَعَصَیْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَاۤ اَرٰىكُمْ مَّا تُحِبُّوْنَ ؕ— مِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الدُّنْیَا وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرِیْدُ الْاٰخِرَةَ ۚ— ثُمَّ صَرَفَكُمْ عَنْهُمْ لِیَبْتَلِیَكُمْ ۚ— وَلَقَدْ عَفَا عَنْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
الله په یقینې ډول له تاسې سره خپله وعده پوره کړه چې تاسو د هغه په حکم کافران وژل تر څو چې تاسې بې زړه شوئ، د غره په ساتلو کې یو له بل سره په جګړه او له خپل امیر څخه مو سرغړونه وروسته له هغه وکړه چې الله هغه څه در وښوول[۵] چې تاسې یې خوښوئ ـ ستاسې ځینې خلک دنیا غواړي او ځینې اخرت، بیا الله تاسې له کافرانو څخه راوګرځولئ تر څو تاسې وازمایې[۶] په یقین سره چې الله تاسې ته عفوه وکړه[۷] او الله پر مؤمنانو دیر مهربانه دی.
[۵] بری او غنیمت ( ابن جریر الطبری).
[۶]په ماتې او شکست.
[۷] ګناه یې درته وبښله یا یې وژغورلئ چې کافرانو ټول ونه وژلئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِذْ تُصْعِدُوْنَ وَلَا تَلْوٗنَ عَلٰۤی اَحَدٍ وَّالرَّسُوْلُ یَدْعُوْكُمْ فِیْۤ اُخْرٰىكُمْ فَاَثَابَكُمْ غَمًّا بِغَمٍّ لِّكَیْلَا تَحْزَنُوْا عَلٰی مَا فَاتَكُمْ وَلَا مَاۤ اَصَابَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
( هغه وخت یاد کړئ) چې تاسې په منډه ختلئ او د هیچا په لور مو نه کتل، رسول له شا څخه بلنه[۸] درکوله، نو الله تاسې ته غم[۹] د پاسه غم[۱۰] در کړ تر څو په هغه څه غمجن نه شئ چې له لاسه مو وتلي ؤ[۱۱] او نه په هغو ستونزو [۱۲] کړمن شئ چې تاسې ته رسیدلې وي او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
[۸] د خدای بنده ګانو دلته یم ماته راشئ.
[۹] ماتې.
[۱۰] د رسول الله د شهادت درواغجنه اوازه.
[۱۱] د جنګ په اوږدو کې په لاس پریوتي غنیمتونه.
[۱۲] ډار، زخم، شهادت
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ኣሊ-ኢምራን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም ወደ ፓሽቶ ቋንቋ፤ በሞሉልዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ የተተረጎመ።

መዝጋት