Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሷድ   አንቀጽ:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
او هغه ته مو د هغه کورنۍ او په همغه اندازه نور خپلوان د خپلې لورینې له مخې وروبښل چې د عقل خاوندانو لپاره پند وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟
او مونږ ورته وویل: د کڼکو یو ګیډی په لاس کې واخله او وهل پرې وکړه او خپل قسم مه ماتوه. مونږ هم زغم لرونکي ومینده. ډیر غوره بنده و. په رښتیا چې الله ته رجوع کوونکی و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟
او ای پیغمبره! زمونږ پیاوړی او سترګور بنده ګان ابراهیم اسحق او یعقوب رایاد کړه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ
مونږ ځکه هغوی پوره سوچه کړي وو چې د اخرت کور به يي تل یاداو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
او په رښتیا چې هغوی زمونږ په وړاندې له غوره کړو شوو ښو خلکو څخه وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ
او اسماعیل یسع او ذالکفل هم رایاد کړه دوی ټول له ښو خلکو څخه وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ
هو! دا یو پند دی او پرهیزګارانو ته د ورتګ ډیرښه ځای په برخه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ
د تل اوسیدلو هغه جنتونه دي چې دروازې به يې د دوی په مخ خلاصې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟
هغوی به پکې تکیه کوونکي او هرډول میوې او دڅښلو څیزونه به غواړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟
او هم به ورسره حیاناکې همځولې ښځې وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟
هو! دا همغه نعمتونه دي چې له تاسې سره يي وعده کیدله چې د حساب په ورځ به درکول کیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ
او هو! دا زمونږ روزي ده چې هیڅ نه خلاصیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ
هو! دا د پرهیزګارانو ځای دی. او د سرغړونکو ورتګ ډیر بدځای ته دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
دوزخ ته به ورننوځي. هغه ډیر بد استوګنځی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ
هو! همدا عذاب دی نو باید هغوی د جوشیدلو اوبو او زوو خوند وڅکي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ
او په همدې توګه نور ډول ډول عذابونه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟
د خپلو پیروانو په لیدلو به سره ووايې: دا لښکر به هم له تاسې سره ننووځي ورځ يي بده ده ځکه چې اور ته ننوتونکي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟
تابعان به يي ځواب ورکړي چې ستاسې ورځ دې بده وي ځکه چې تاسو واست چې مونږ ته مو دا هر څه راوړاندې کړل دا څومره د استوګنې بد ځای دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟
او بیا به ووايې: زمونږ ربه! هغو خلکو ته په اور کې دوه برخې عذاب ورکړه چې مونږ ته يي دا هر څه له وړاندې برابر کړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሷድ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት