Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር   አንቀጽ:
اَوْ تَقُوْلَ لَوْ اَنَّ اللّٰهَ هَدٰىنِیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او یا وايي چې که الله ما ته لار ښوولې وای نو زه به هم اوس له پرهیزګارانو سره وم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوْ تَقُوْلَ حِیْنَ تَرَی الْعَذَابَ لَوْ اَنَّ لِیْ كَرَّةً فَاَكُوْنَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او یا د عذاب په لیدلو په وخت کې ووایي دریغه چې زه یو ځل بیرته دنیا ته ولاړ شم. نو زه به له نیکانو څخه شم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلٰی قَدْ جَآءَتْكَ اٰیٰتِیْ فَكَذَّبْتَ بِهَا وَاسْتَكْبَرْتَ وَكُنْتَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
هو![۱] ولې نه: تاته زما ایتونه راغلي وو تا درواغ وګڼل، لويي دې خپله او له کافرانو څخه وې.
[۱] د الله له لورې په ځواب ورکړ شي( تفسیر ابن کثیر).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ تَرَی الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلَی اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟
او د قیامت په ورځ به هغه کسان تورمخي ووینې چې پر الله يې درواغ تړلي دي. ایا په دوزخ کې د کافرانو هستوګن ځای نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیُنَجِّی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ ؗ— لَا یَمَسُّهُمُ السُّوْٓءُ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
او الله به هغه کسان له عذاب نه خلاص کړي چې پرهیزګاري يې خپله کړې وه. نه به هغوی ته کومه سختي ورسیږي او نه به غمجن شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ ؗ— وَّهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟
الله د هر شي پیدا کوونکی او د هر شي ساتونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
د اسمانونو او ځمکې کیلي ګانې یوازې له هغه سره دي او کوم کسان چې د الله په ایاتونو کافران شوي دي. نو همدوی زیانمن دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَاْمُرُوْٓنِّیْۤ اَعْبُدُ اَیُّهَا الْجٰهِلُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه چې ای ناپوهو خلکو! تاسو له ما نه غوښتنه کوئ چې پرته له الله د بل چا عبادت وکړم؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ اُوْحِیَ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَىِٕنْ اَشْرَكْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او په یقین چې تاته او له تا نه وړاندې پیغمبرانو ته وحې شوې ده چې: که چیرې تا شرک وکړ نو کړنه به دي باببزه او خامخا به له زیان کارانو نه شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلِ اللّٰهَ فَاعْبُدْ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
نو ځکه یوازې د یو الله عبادت وکړه او له شکرکوونکو څخه اوسه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ۖۗ— وَالْاَرْضُ جَمِیْعًا قَبْضَتُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِیّٰتٌ بِیَمِیْنِهٖ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
هغوی الله په رښتینې توګه نه دی پیژندلی[۲] په داسې حال کې چې د قیامت په ورځ به ځمکه د هغه یو موټي[۳] او اسمانونه به يې په ښي لاس کې نغښتي وي الله له هغه څه نه پاک او لوړ دی چې کافران يي ورسره شریکوي.
[۲] یا معنا دا ده چې: د الله يې د هغه دشان سره مناسب تنظیم کړي( تفسیر ابن کثیر).
[۳]د الله قبضه او د الله یمین هغه الفاظ دي چې سلف صالح يې په همدغو الفاظو او معناو سره بې له تاویل، تشبیهاو تحریف نه مني او ځیني متاخرین علماء يي په تصرف او قوت سره تاویل کوي( معارف القران).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት