Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን-ኒሳዕ   አንቀጽ:

نساء

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِیْرًا وَّنِسَآءً ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْ تَسَآءَلُوْنَ بِهٖ وَالْاَرْحَامَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلَیْكُمْ رَقِیْبًا ۟
ای انسانانو له هغه رب څخه وډار شئ چې تاسې یي له یوه ساه لرونکي څخه پیدا کړي یي او له هغه څخه یي د هغه ښځه[۲۴] هم پيدا کړې ده او له دې دواړو څخه یي ډیر سړي او ښځې خپاره کړل. او له هغه الله څخه وډار شۍ چې تاسې د هغه په نوم یو له بله څخه غوښتنه کوئ او د خپلوۍ له پرې کولو څخه ځان وژغورئ بې شکه چې الله پاک پر تاسې ښه څارونکی دی.
[۲۴] له آدم علیه السلام څخه یې، بي بي حوا پیدا کړې ده( ابن جریر الطبری)
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاٰتُوا الْیَتٰمٰۤی اَمْوَالَهُمْ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِیْثَ بِالطَّیِّبِ ۪— وَلَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَهُمْ اِلٰۤی اَمْوَالِكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حُوْبًا كَبِیْرًا ۟
یتیمانو ته د هغو مالونه ورکړئ پاک او روا په خراب او حرام مه بدلوئ او د یتیمانو مالونه له خپلو مالونو سره جوخت مه خورئ، دا کار خورا لویه ګناه ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا تُقْسِطُوْا فِی الْیَتٰمٰی فَانْكِحُوْا مَا طَابَ لَكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ۚ— فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا تَعْدِلُوْا فَوَاحِدَةً اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ؕ— ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَلَّا تَعُوْلُوْا ۟ؕ
او که تاسې ډاریدئ چې:د یتیمانو په برخه کې به انصاف ونه کړای شئ نو نورې د خپلې خوښې ښځې دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نکاح کړئ، او که تاسې وډار شوئ چې په ډیرو کې به انصاف ونه کړای شئ نو یوه ښځه بس ده او یا هغه وینځه چې تاسې یي مالکان یاست، دا وړ قدم اخیستل ډير نژدې دي چې تاسې له ظلم او تیري څخه وژغوري.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاٰتُوا النِّسَآءَ صَدُقٰتِهِنَّ نِحْلَةً ؕ— فَاِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَیْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوْهُ هَنِیْٓـًٔا مَّرِیْٓـًٔا ۟
ښځو ته خپل مهرونه په خوښۍ سره ورکړئ، که ښځې په خپله خوښه د خپل مهر څه برخه تاسې ته بښي نو خورا په خوند او بې له تاوانه یي وخورئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَآءَ اَمْوَالَكُمُ الَّتِیْ جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ قِیٰمًا وَّارْزُقُوْهُمْ فِیْهَا وَاكْسُوْهُمْ وَقُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟
او ناپوهانو ته هغه مالونه مو مه سپارئ چې الله پاک ستاسې د سنبالښت او جوړښت وسیله ګرځولي دي خوراک او پوښاک ترې ورکړئ او خوږې او منلې خبرې ورته وکړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَابْتَلُوا الْیَتٰمٰی حَتّٰۤی اِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ ۚ— فَاِنْ اٰنَسْتُمْ مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوْۤا اِلَیْهِمْ اَمْوَالَهُمْ ۚ— وَلَا تَاْكُلُوْهَاۤ اِسْرَافًا وَّبِدَارًا اَنْ یَّكْبَرُوْا ؕ— وَمَنْ كَانَ غَنِیًّا فَلْیَسْتَعْفِفْ ۚ— وَمَنْ كَانَ فَقِیْرًا فَلْیَاْكُلْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— فَاِذَا دَفَعْتُمْ اِلَیْهِمْ اَمْوَالَهُمْ فَاَشْهِدُوْا عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا ۟
او یتیمان د بلوغ رسیدلو وازمایي[۲۵] کله مو چې له هغوی څخه هوښیارتیا ولیده نو بیا یې مالونه ور وسپارئ او دهغوی مالونه په دواړو لاسونو په بیړه له دې ډاره مه خورئ چې یتیمان را لوی نه شي، څوک چې بډای وي نو د یتیم له مال څخه دې ځان وژغوري، او څوک چې بې وسه وي نو د عرف او رواج مطابق دې وخوري، او کله مو چې یتیمانو ته د هغوی مالونه سپارل نو شاهدان پرې ونیسئ، او الله پاک د حساب کولو لپاره بس دی.
[۲۵] ور وزئ( عزیز التفاسیر)
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን-ኒሳዕ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት