بېشکه زه يوازې پر الله بروسه کوم او په خپله معامله کې پر هغه باور کوم، هغه زما او ستاسو پالونکی دی، هيڅ شی د ځمکې پر مخ نه ګرځي خو دا چې الله ته غاړه اېښودونکی دی، د هغه تر واک او اختيار لاندې دی، اړوي يې څنګه چې وغواړي، بېشکه زما پالونکی پر حق او عدل دی؛ نو هيڅکله به تاسو ته پر ما واک درنکړي، ځکه زه پر حقه او تاسو پر باطل ياست.
که چېرې تاسو مخ واړوئ او شا وګرځوئ هغه څه ته چې زه ورسره راغلی يم، نو پر ما يوازې تر تاسو رسول دي او بېشکه ما هر هغه څه تر تاسو ورسول چې الله ورسره لېږلی وم او په رسولو يې امر راته کړی و، بېشکه پر تاسو حجت قائم شو، ژر به زما پالونکی تاسو تباه کړي او ستاسو پرځای به بل قوم راولي چې ستاسو ځای ناستی شي، تاسو مو په درواغ ګڼلو او مخ اړولو نه الله ته لوی زيان رسولی شئ او نه کوچنی، ځکه هغه يې له بندګانو بې پروا دی، بېشکه زما پالونکی پر هر څه څارونکی دی؛ نو هغه به مې له هغه شره ساتي چې تاسو يې زما په اړه چل کوئ.
دغه د عاديانو قوم دی د خپل پالونکي له نښانو يې انکار کړې ده، له خپل رسول هود عليه السلام څخه يې سرغړونه کړې ده، د حق پر وړاندې د هر داسې لويي کوونکي چې حق نه مني او نه غاړه ورته ږدي خبر يې منلې ده.
له هغوی سره د دنيا په دغه ژوند کې رسوايي او د الله له لورېينې لرې والی يوځای شوي دي، همدارنګه د قيامت په ورځ به د الله له لورېينې لرې کړل شوي وي، دا پر الله د هغوی د کفر له امله، خبر اوسئ الله هغوی له هرې ښېګڼې لرې کړي او هرې بدۍ ته يې نېږدې کړي دي.