زامنو يې له هغه څه چې پر يوسف او دهغه په ورور يې کړي وو د عذر غوښتونکو په حال کې خپل پلار يعقوب ته وويل: ای زموږ پلاره! له الله څخه زموږ د پخوانيو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه، بېشکه موږ ګناهکاره تېروتونکي وو په هغه څه کې چې پر يوسف او د هغه پر سکه ورور مو وکړل.
يعقوب او کورنۍ يې له خپلې ځمکې ووتل په داسې حال کې چې په مصر کې يې د يوسف هوډ کړی وو، کله چې په هغه ور ننوتل، هغه خپل پلار او مور ځانته ورنږدې کړل او خپلو وروڼو او د هغوی کورنيو ته يې وويل: د الله په خوښه مصر ته ډاډه ننوځئ چې هيڅ ستونزه به درته نه رسيږي.
او خپل مور او پلار يې پر هغه تخت کېنول چې په خپله پرې کېناستلو، مور او پلار او يوولس وروڼو يې د درناوي په سجده، نه د عبادت په سجده سره هغه ته سلامي وکړه، تر څو په ليدلي خوب کې د الله امر پر ځای شي، ځکه خو يوسف - عليه السلام - خپل مور او پلار ته وويل: دغه ستاسو لخوا ماته د درناوي سجده د هغه خوب تعبير دی چې مخکې مې ليدلی و او تاته مې بيان کړی و، الله هغه په رامنځته کولو حق ثابت کړ، او پالونکي مې را سره ډېره ښېګڼه وکړه چې له بندخونې يې واېستلم او تاسو يې له صحرا وروسته له هغې راته راوستلی چې شیطان زما او د وروڼو ترمنځ خرابي راوستلې وه، پرته له شکه پالونکی مې ډېر باریک دی په خپل تدبير کې چاته چې وغواړي، او پرته له شکه هغه د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه او په خپل تدبير کې حکمت والا دی.