وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ ؕ— اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَاِلَیْهِ مَاٰبِ ۟
هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره د موافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې د هغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مې ورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي.
التفاسير: