وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
او بېشکه موسی مو ولېږه او پر داسې نښانو مو پياوړی کړ چې د هغه پر رېښتينولۍ دلالت کوي او دا چې هغه د خپل پالونکي لخوا لېږل شوی دی، هغه ته مو امر وکړ چې خپل قوم له کفر او ناپوهۍ څخه ايمان او پوهې ته راوباسي، امر مو ورته وکړ چې د الله هغه ورځې ور په ياد کړي چې په هغو کې يې لورېينه پرې کړې وه، په دغو ورځو کې د الله پر توحيد، لوی ځواک او پر مؤمنانو د لورېينې څرګند دلالتونه دي، دا هغه څه دي چې د الله پر پيروۍ صبرکوونکي او د هغه پر لورېينو او پېرزوينو تل شکراېستونکي ترې ګټه پورته کوي.
التفاسير: