ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (62) سورة: النحل
وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟
او دوی جوړوي الله پاک لره هغه چې هغوی يې بد ګڼي نسبت د هغې خپلو ځانونو ته د لورګانو څخه، او د دوی ژبې په دروغو باندې بیان کوي داچې دوی لره د الله تعالی په نزد ښایسته مرتبې دي که چیرته دا صحیح شي چې دوی به خامخا بیرته راپورته کیږی لکه دوی چې وايې، خامخا دوی لره اور دی، او دوی خامخا پریښودونکي دي په دې اور کې، هیڅکله به د دې نشي راویستل کیدلی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من جهالات المشركين: نسبة البنات إلى الله تعالى، ونسبة البنين لأنفسهم، وأَنفَتُهم من البنات، وتغيّر وجوههم حزنًا وغمَّا بالبنت، واستخفاء الواحد منهم وتغيبه عن مواجهة القوم من شدّة الحزن وسوء الخزي والعار والحياء الذي يلحقه بسبب البنت.
د مشرکینو د ناپوهۍ څخه دا دي: الله تعالی ته د لورګانو نسبت کول، او خپلو ځانونو ته د نارینه بچو نسبت کول، او د هغوی نفرت د لورګانو نه، او د دوی مخونه په لور باندې د غم او مصیبت د وجې نه بدلیدل، او پټیدل د یو کس د دوی نه د خلکو سره د مخامخ کیدلو نه د سخت خفګان له وجې نه او د بدې بی شرمۍ او بې حیايۍ له وجې نه چې دې ته به د لور په وجه رسیږي.

• من سنن الله إمهال الكفار وعدم معاجلتهم بالعقوبة ليترك الفرصة لهم للإيمان والتوبة.
د الله تعالی د طریقو نه دا ده: مهلت ورکول کافرانو ته او هغوی لره په تلوار سره سزا نه ورکول د دې لپاره چې دوی ته د ایمان او توبې فرصت پریږدي.

• مهمة النبي صلى الله عليه وسلم الكبرى هي تبيان ما جاء في القرآن، وبيان ما اختلف فيه أهل الملل والأهواء من الدين والأحكام، فتقوم الحجة عليهم ببيانه.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لویه دنده دا ده چې تشریح د هغه څه چې په قرآن کریم کې دي، او بیان د هغه څه چې د ملتونو او خواهش پرستو خلکو پکې اختلاف کړی د دین او احکامو نه، نو په دوی باندې به په دې بیان سره دلیل قایم شي.

 
ترجمة معاني آية: (62) سورة: النحل
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق