اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَاِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَیَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْیِ ۚ— یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
یقینا الله تعالی امر کوي خپلو بندګانو ته په انصاف کولو سره داسې چې بنده د الله تعالی حقوق اداکړي او د الله د بندګانو حقوق هم ادا کړي، او په فیصلې کولو کې دې یو کس په بل کس باندې نه غوره کوي مګر په داسې یو حق سره چې ددې غوره والي مستحق ګرځي، او امر کوي په احسان کولو سره داسې چې احسان دې وکړي یوه بنده په هغه څه چې دې لره نه لازموي لکه نفلي صدقه ورکول او د ظالم نه مخ اړول، او امر کوي په ورکړي سره خپلوانو ته څه شي ته چې حاجت لري، او منع کوي د هر هغه شي نه چې بد وي، ویل د هغه لکه بده وینا، او یا بد وي کول د هغه لکه زنا، او منع کوي د هغه څه نه چې شرع يې بد ګڼي، او هغه ټول ګناهونه دي، او منع کوي د ظلم او تکبر کولو نه په خلکو باندې، پند درکوي الله تعالی تاسې ته په هغه څه چې تاسې ته يې پرې امر کړی، او په هغه څه چې تاسې يې ترې بند کړي یاست په دې ایت کې امید دی چې تاسې به عبرت واخلئ په هغه څه چې تاسې ته يې پرې پند درکړی.
التفاسير: