او هر چې هغه دیوال و کوم چې ما برابر کړ او تا په ما باندې د هغه د جوړولو انکار وکړ نو هغه د دوو ماشومانو و په هغه ښار کې چې مونږ ورته ورغلي وو حال دا چې د هغوی پلار مړ شوی و، او د دې دیوال لاندې د دې دواړو لپاره خښه شوي خزانه وه او وو پلار د دې دواړو ماشومانو نیک، نو وغوښتل رب ستا -ای موسی- چې ورسیږي دا دواړه خپلې ځوانۍ ته او غټ شي، او راوباسي دا دواړه خپل هغه خښ شوی مال د دې د لاندې نه؛ نو که چیرته دا دیوال اوس راغورځیدلی وی نو خامخا د دې دواړو مال به ښکاره شوی و او ضایع شوی به و، او وه دا کړنه مهرباني ستا د رب له طرفه په دې دواړو، او دا کارونه ما په خپل اجتهاد (خپله خوښه) نه دي کړي؛ دا و حقیقت د هغو کارونو چې طاقت نه لرلو تا په هغو باندې د صبر کولو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب التأني والتثبت وعدم المبادرة إلى الحكم على الشيء.
په یو شي باندې فیصلې کولو کې صبر کول او تاکید کول او تلوار نه کول لازم دي.
• أن الأمور تجري أحكامها على ظاهرها، وتُعَلق بها الأحكام الدنيوية في الأموال والدماء وغيرها.
د کارونو حکمونه د هغوی په ظاهر باندې جاري کیږي، او په مالونو او او وینو او نورو شیانو کې د دنیا احکام هم په دې باندې تړل کیږي.
• يُدْفَع الشر الكبير بارتكاب الشر الصغير، ويُرَاعَى أكبر المصلحتين بتفويت أدناهما.
غټ شر به په وړوکي شر باندې دفع کیدلی شي، او د لوی مصلحت مراعت به د ورکوټي په پریښودلو سره کیدلی شي.
• ينبغي للصاحب ألا يفارق صاحبه ويترك صحبته حتى يُعْتِبَه ويُعْذِر منه.
یو ملګري لره پکار دي چې د خپل ملګري نه جدا نه شي او د هغه ملګرتیا پرې نږدي تر دې چې هغه ملامت کړي او عذر ترې وغواړي.
• استعمال الأدب مع الله تعالى في الألفاظ بنسبة الخير إليه وعدم نسبة الشر إليه .
په خبرو کې د الله تعالی لپاره ادبي الفاظ استعمالول داسې چې هغه ته د خیر نسبت کول او د شر نسبت ورته نه کول.