ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (187) سورة: البقرة
اُحِلَّ لَكُمْ لَیْلَةَ الصِّیَامِ الرَّفَثُ اِلٰی نِسَآىِٕكُمْ ؕ— هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَاَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَیْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ ۚ— فَالْـٰٔنَ بَاشِرُوْهُنَّ وَابْتَغُوْا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ ۪— وَكُلُوْا وَاشْرَبُوْا حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكُمُ الْخَیْطُ الْاَبْیَضُ مِنَ الْخَیْطِ الْاَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۪— ثُمَّ اَتِمُّوا الصِّیَامَ اِلَی الَّیْلِ ۚ— وَلَا تُبَاشِرُوْهُنَّ وَاَنْتُمْ عٰكِفُوْنَ فِی الْمَسٰجِدِ ؕ— تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَقْرَبُوْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
د اسلام په اول وخت کی دا حکم ؤ چې سړی به د روژې په شپه کې ویده شو او بیا به له سهار نه مخکي راويښ شو، نو په هغه باندی به خوراک کول او له خپلي ښځی سره کوروالی (جماع) کول حرام وو، نو بیا الله تعالی دا حکم منسوخ کړ او -اې مومنانو!- ستاسو لپاره یې له خپلو مېرمنو سره جماع کول جایز کړل، نو هغوی ستاسو لپاره پرده او عفت دي او تاسو د هغوی لپاره پرده او عفت یئ، تاسو له یو بل څخه نه شئ مستغني کېدلی (یو بل ته محتاج یئ)، الله تعالی ښه پوهېږي چې تاسو به له خپلو ځانونو سره خیانت کاوه د هغه څه په کولو سره چې تاسو ترې الله تعالی منعه کړي وئ، پس الله تعالی پر تاسو مهرباني وکړه او ستاسو توبه یې قبوله کړه او په تاسو یې آسانتیا راوستله، نو تاسو اوس له خپلو ښځو سره جماع وکړئ او په دې سره له الله تعالی څخه نیک اولاد وغواړئ او په ټوله شپه کې خوراک څښاک وکړئ، تر دې چې تاسو ته د صبح صادق راختل ښکاره شي په سپینوالي د سهار او په جداوالي د شپې له توروالي څخه، بیا خپله روژه پوره کړئ او ځانونه له ټولو روژه ماتوونکو شیانو څخه د سهار له راختلو د لمر تر پرېوتلو پورې وساتئ او او کله چې په جوماتونو کې په اعتکاف کې یئ، نو له خپلو مېرمنو سره مه یوځای کېږئ (جماع مه ورسره کوئ)؛ ځکه چې دا کار اعتکاف باطلوئ. دا کوم احکام چې ذکر شول دا د الله تعالی د حلالو او حرامو تر مڼځ پولې دي، نو تاسو هیڅکله دې ته مه نږدې کېږئ؛ ځکه څوک چې د الله تعالی پولو ته نږدې شي کیدای شي په حرامو کې ولوېږي او په دې شکل په واضح او ښکاره بیان الله تعالی خپل آیتونه (حکمونه) بیانوي، کېدای شي چې دا خلک له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه کارونه تر سره کړي چې الله پرې امر کړی او هغه څه پرېږدي چې ترې منعه شوي دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مشروعية الاعتكاف، وهو لزوم المسجد للعبادة؛ ولهذا يُنهى عن كل ما يعارض مقصود الاعتكاف، ومنه مباشرة المرأة.
د اعتکاف مشروعیت او جواز او هغه په مسجد کې د عبادت لپاره ځان بندول دي؛ نو له دې وجې نه له هر هغه څه نه منع راغلې چې له اعتکاف سره په ټکر کې وي او یو له هغو نه له خپلې مېرمنې سره یوځای کېدل (جماع) ده.

• النهي عن أكل أموال الناس بالباطل، وتحريم كل الوسائل والأساليب التي تقود لذلك، ومنها الرشوة.
په ناروا توګه د خلکو د مالونو له خوړلو څخه منع او ځان ساتل او همدارنګه هره هغه وسیله هم حرامه ده چې د دې سبب کېږي، چې یو له هغو نه رشوت دی.

• تحريم الاعتداء والنهي عنه؛ لأن هذا الدين قائم على العدل والإحسان.
په خلکو د تېري کولو حرام والی او له هغه نه ځان ساتل، ځکه چې دا دین په عدل او نیکي کولو باندې بنا دي.

 
ترجمة معاني آية: (187) سورة: البقرة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق