وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْمَحِیْضِ ؕ— قُلْ هُوَ اَذًی ۙ— فَاعْتَزِلُوا النِّسَآءَ فِی الْمَحِیْضِ ۙ— وَلَا تَقْرَبُوْهُنَّ حَتّٰی یَطْهُرْنَ ۚ— فَاِذَا تَطَهَّرْنَ فَاْتُوْهُنَّ مِنْ حَیْثُ اَمَرَكُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ وَیُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِیْنَ ۟
او پوښتنه کوي ستا ملګري له تا څخه -اې پیغمبره- د حیض په باره کې (دا یوه طبیعي وینه ده چې د ښځې له رحم څخه په خاصو وختونو کې راځي)؟ ته هغوی ته ځواب کې ووایه: حیض د سړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی، نو تاسو د حیض په وخت کې له ښځو سره له یوځائ کیدو (جماع) ځان وساتئ، او تاسو ورسره کوروالی مه کوئ تر هغو پورې چې هغه وینه بنده شي، او بیا له هغې نه په غسل کولو سره ځان پاک کړي، نو پس کله چې وینه بنده شي او ځان پاک کړي، نو بیا ورسره په هغې طریقه کوروالی وکړئ چې ستاسو لپاره جایز شوی دی: چې هغوی پاکې وي او د مخی له طرفه (په شرمګاه کې)، بېشکه الله تعالی خوښوي له ګناهونو څخه ډېر توبه ویستونکي او زیات صفایي کوونکي له ګندګیو نه.
التفاسير: