وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا عَرَّضْتُمْ بِهٖ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَآءِ اَوْ اَكْنَنْتُمْ فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— عَلِمَ اللّٰهُ اَنَّكُمْ سَتَذْكُرُوْنَهُنَّ وَلٰكِنْ لَّا تُوَاعِدُوْهُنَّ سِرًّا اِلَّاۤ اَنْ تَقُوْلُوْا قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ؕ۬— وَلَا تَعْزِمُوْا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتّٰی یَبْلُغَ الْكِتٰبُ اَجَلَهٗ ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوْهُ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟۠
او پر تاسو باندې په اشاره کولو کې څه ګناه نشته ده چې کله ستاسو رغبت وي په غوښتلو د هغو ښځو کې چې د خاوند د مړینې یا بائن (درې طلاقه) طلاق په وجه په عدت کې وي؛ لکه چې ووايئ: چې کله دې عدت ختم شو بیا ما خبر کړه، او پر تاسو څه ګناه نشته په هغه څه کې چې تاسو پټ کړي وي په خپلو زړونو کې د رغبت نه په غوښتلو د معتدې ښځې کې وروسته له ختمیدو د هغوئ د عدت نه، الله تعالی پوهېږي چې تاسو به خامخا هغوئ د ډېر رغبت او خواهش په وجه یادوئ، نو الله تعالی تاسو ته د عدت په وخت کې اشاره کول جایز کړل د ښکاره وینا پر ځائ، او ځان وساتئ له دې نه چې تاسو د عدت په موده کې د یوبل سره د نکاح کولو پټې وعدې وکړئ، مګر د شرع موافق وینا چې هغه اشاره کول دي، او تاسو د عدت په موده کې نکاح مه تړئ، او پوهه شئ چې الله تعالی ښه پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې په خپلو نفسونو کې پټوئ د هغه څه نه چې تاسو ته یې جایز کړي او په هغه څه چې پر تاسو یې حرام کړي دي، نو له الله تعالی څخه ووېرېږئ، او د هغه د حکم خلاف مه کوئ، او پوهه شئ چې الله تعالی بښوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو نه، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار (بېړه) نه کوي.
التفاسير: