ای پیغمبره! آیا تا د هغه سرکښ د جرأت څخه زیات حېرانوونکی جرأت لېدلی چې د ابراهیم علیه السلام سره یې د الله تعالی د پالنې او یووالي په اړه جګړه کړې وه، او په تحقیق سره ده دا کار له دې کبله کړی و چې الله تعالی ده ته پاچاهي ورکړې وه نو سرکښه شوی و، او ابراهیم-علیه السلام-ورته دخپل رب صفتونه بیان کړي و په داسې حال کې چې ورته ویې ویل: زما رب هغه ذات دی چې ټول مخلوقات ژوندي کوي او مړه کوي یې، هغه سرکښ د عناد له کبله وویل: زه هم ژوندي کول او مړه کول کولای شم، پدې طریقه چې قتلوم هغه څوک چې زما خوښه شي اومعافي کوم هغه چا ته چې زما خوښه شې، نو ابراهیم -علیه السلام- ورته یو بل لوی دلیل وړاندې کړ او ورته یې وویل: بېشکه زه چې د چا عبادت کوم هغه خو هغه ذات دی چې لمر له ختیځ څخه راوړي، نو ته یې د لوېدیځ لخوا راوړه، نو نه وو دا سرکښ مګر دا چې حیران او بند شو، او د دلیل د قوت له امله مغلوب شو، او الله تعالی ظالمانو ته توفیق نه ورکوي چې پخپله لار یې روان کړي د دوی د ظلم او سرکښۍ له امله.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من أعظم ما يميز أهل الإيمان أنهم على هدى وبصيرة من الله تعالى في كل شؤونهم الدينية والدنيوية، بخلاف أهل الكفر.
د مومنانو لویه ځانګړتیا داده چې دوی په ټولو دیني او دنیوي کارونو کې د الله تعالی لخوا په ښکاره دلیل ولاړ وي په خلاف د کافرو.
• من أعظم أسباب الطغيان الغرور بالقوة والسلطان حتى يعمى المرء عن حقيقة حاله.
د سرکښۍ د لویو لاملونو څخه په خپل زور او پاچاهۍ دوکه کیدل دي تر دې چې یو کس د خپل حال په حقیقت ړوند شي.
• مشروعية مناظرة أهل الباطل لبيان الحق، وكشف ضلالهم عن الهدى.
له دې امله د باطل خاوندانو سره مناظره کول جائز او مشروع دي چې حق بیان شي، او د ګمراهۍ او هدایت (سمې لارې) څرګندونه وشي.
• عظم قدرة الله تعالى؛ فلا يُعْجِزُهُ شيء، ومن ذلك إحياء الموتى.
د الله تعالی د قدرت لویي؛ چې هېڅ شی یې هم نشي نا توانه کولای، او (د هغه د قدرت څخه) د مړو ژوندي کول دي.