للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (270) سورة: البقرة
وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ نَّفَقَةٍ اَوْ نَذَرْتُمْ مِّنْ نَّذْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُهٗ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ اَنْصَارٍ ۟
هغه څه چې تاسو یې د الله د رضا لپاره خرڅ کوئ که لږ وي یا ډیر، او یا یو طاعت د الله لپاره پر ځان لازموئ چې په هغه مکلف نه یاست؛ پس بیشکه الله تعالی په دې ټولو پوه دی، د الله تعالی سره هیڅ شی نه ضایع کیږي، او زر دی چې الله تعالی به تاسو ته د دې لویه بدله درکړي، اونه به وي د ظالمانو لپاره مرستیالان چې منع کوونکي وي واجبو صدقو لره او زیاتی کوونکي وي د الله دحدودو څخه، تر څو لرې کړي له دوی څخه دقیامت د ورځې عذاب.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إذا أخلص المؤمن في نفقاته وصدقاته فلا حرج عليه في إظهارها وإخفائها بحسب المصلحة، وإن كان الإخفاء أعظم أجرًا وثوابًا لأنها أقرب للإخلاص.
کله چې یو مؤمن خپل خیرات کې اخلاص کونکی وي نو بیا مصلحت ته په کتلو يې په ښکاره کولو او پټولو کې ګناه نشته، اګر که پټول يې ستر اجر لري ځکه چې اخلاص ته ډېر نږدې وي.

• دعوة المؤمنين إلى الالتفات والعناية بالمحتاجين الذين تمنعهم العفة من إظهار حالهم وسؤال الناس.
مؤمنانو ته بلنه ده چې نیستمنو خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، هغه کسان چې د پاک لمنۍ له امله د سوال او خلکو ته خپل حالت ښودلو څخه ډډه کوي.

• مشروعية الإنفاق في سبيل الله تعالى في كل وقت وحين، وعظم ثوابها، حيث وعد تعالى عليها بعظيم الأجر في الدنيا والآخرة.
په هر وخت او مهال کې د الله په لار کې د خرڅ کولو روا والی، او د هغې ستر اجر، لکه چې الله تعالی فی دنیا او آخرت کې د ستر اجر ژمنه کړې ده.

 
ترجمة معاني آية: (270) سورة: البقرة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

صادرة عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق