وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةً ؕ— قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَیَسْفِكُ الدِّمَآءَ ۚ— وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ؕ— قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.
التفاسير: