او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې یې راژوندي کړي یاست وروسته لدې نه چې تاسې نه وئ، بیا به مو مړه کوي کله مو چې عمرونه ختم شي، بیا به مو بېرته راژوندي کوي وروسته دمړه کولو ستاسو نه د دې لپاره چې ستاسې په عملونو درسره حساب کتاب وکړي، او په هغه درله بدلې درکړي، بېشکه انسان خامخا ډیر ناشکره دی د الله تعالی نعمتونو لره -سره لدې نه چې هغه ښکاره دي- داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي.