نا واده شوې زناکاره ښځه او ناواده شوی زنا کار سړی هر يو له هغوی دواړو سل درې ووهئ، د هغوی دواړو په اړه دې نرمي او زړه سوی تاسو نه نيسي چې پر هغوی حد پلی نه کړای شئ يا پکې کموالی راولئ، که چېرې تاسو پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ او پر هغوی د حد پلي کولو لپاره دې يوه ډله مومنان هم حاضر شي تر څو ښه مشهور شي، د هغوی او نورو لپاره مخنيوی شي.
د زنا د بدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې د خپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره د واده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې د هغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې د زنا عادت لري هغه هم يوازې د ځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو د زانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي.
مګر هغه کسان چې له دغه کار وروسته الله ته توبه وباسي او خپل اعمال سم کړي؛ نو بېشکه الله د هغوی توبه او شاهدي قبلوي، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه وباسي او پرې مهربانه دی.
ای خلکو! که چېرې پر تاسو دالله فضل او د هغه رحمت نه وی او دا چې هغه له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر توبه قبلوونکی دی چې توبه وباسي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی، هرومرو به يې ستاسو پرګناهونو تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی او پر هغو به يې رسوا کړي وئ.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التمهيد للحديث عن الأمور العظام بما يؤذن بعظمها.