او هغه کسان چې له الله پاک سره بل معبود نه رابولي، نه هغه څوک وژني چې الله يې وژل ناروا کړي، خو دا چې الله کله د قاتل يا مرتد او يا هم د واده شوي زنا کوونکي د وژلو اجازه ورکړي، او هغوی زنا نه کوي، چا چې له دغو لويو ګناهونو څخه کومه يوه وکړه د قيامت په ورځ به يې د ترسره کړې ګناه سزا سره مخ شي.
خو څوک چې الله ته توبه وباسي، ايمان راوړي، داسې ښه کار وکړي چې د هغه د توبې پر رېښتينولۍ دلالت کوي، همدوی هغه کسان دي چې الله به يې هغه بد کارونه چې کړي يې دي په نيکيو ورته بدل کړي، الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.
او هغه کسان چې کله د الله اورېدل شوې او لېدل شوې آيتونه ورته بيانيږي؛ نو له اورېدل شويو آيتونو څخه يې غوږونه نه ګڼيږي او نه له ليدل شويو آيتونو څخه ړنديږي.
دغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي په لوړ فردوس جنت کې به لوړې ماڼۍ د بدلې په ډول ورکړل شي د الله پر پيروۍ د زغم کولو له امله، او پرېښتې به په دعا او سلام ويلو هر کلی ورته کوي او په جنتونو کې به له کړاوونو خوندي وي.