که چېرې هغوی له تا سرغړونه وکړي، او هغه د الله يووالی او پيروي و نه مني چې ته يې امر ورته کوې؛ نو هغوی ته ووايه: زه له هغه شرک او ګناهونو بېزاره يم چې تاسو يې کوئ.
التفاسير:
217:26
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
او په ټولو چارو کې دې پر هغه برلاسي ذات بروسه وکړه چې له دښمنانو يې غچ اخلي، له هغوی پر هغه چا مهربانه دی چې هغه ته په توبه ورګرځي.
التفاسير:
218:26
الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
هغه پاک ذات چې ويني دې کله چې لمانځه ته پاحېږې.
التفاسير:
219:26
وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟
او هغه پاک ذات چې له يو حاله بل حال ته په لمونځ کوونکو کې ستا بدلېدل را بدلېدل ويني، له هغه هيڅ هم پټ نه دي ته يې يا له تا پرته بل څوک يې ترسره کوي.
التفاسير:
220:26
اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
بېشکه همغه ذات دی چې د هغه قرآن او ذکر اورېدونکی دی چې ته يې لولې يا يې په لمانځه کې کوې او پر نيت دې ښه پوه دی.
له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي.
التفاسير:
224:26
وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ
او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي.
ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي.
التفاسير:
226:26
وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
او هغوی درواغ وايي؛ نو وايي: موږ دا وکړل او په حقيقت کې يې کړي نه دي.
مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إثبات العدل لله، ونفي الظلم عنه.
د الله لپاره د عدل ثابتول او له هغه د ظلم نفي کول.
• تنزيه القرآن عن قرب الشياطين منه.
قران ته د شيطانانو له نږدې والي څخه پاکوالی ثابتول.
• أهمية اللين والرفق للدعاة إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د نرموالي او مهربانۍ مهم والی.