وَقَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا ؕ— اَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د مکې مشرکانو له اسلام اوايمان راوړلو څخه د عذر غوښتنې په توګه وويل: که چېرې مو د دغه اسلام پيروي وکړه چې تا راوړی دی؛ نو زموږ دښمنان به مو له خپلې ځمکې په تېزۍ و باسي، آيا دغه مشرکان مو په حرم کې نه وو ځای پرځای کړي چې په هغو کې وينه تويول او ظلم ناروا کړل شوي وو، د نورو له يرغل څخه پکې خوندي وو، زموږ له لوري هر ډول مېوې د روزۍ په توګه ورته راتلې چې موږ ورته را چلولې وې؟! خو ډېری د هغوی پر هغه نعمتونو نه پوهيږي چې الله پرې کړي وو تر څو د هغه شکر وباسي.
التفاسير: