د هغو مشرکانو بېلګه چې له الله پرته نور بتان يې نيولي او په دې هيله يې عبادت کوي چې هغوی ته به ګټه ورسوي او يا به يې سپارښتنه وکړي داسې ده لکه د غڼې (تارکشې) چې داسې يو کور يې نيولی وي چې پر ځان له تيري څخه يې خوندي کړي او پرته له شکه چې تر ټولو کمزوری کور د غڼې (تارکشې) کور وي، چې هغه له ځانه د دښمن مخه نه شي نيولی، همدارنګه بتان چې دي نه ګټه رسولای شي، نه زيان او نه سپارښت کولای شي، که چېرې مشرکان پر دې پوهېدلای؛ نو له الله پرته بتان به يې نه وای نيولي چې عبادت یې کوي.
بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې د حکمت څښتن دی.
الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي.
ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لارښوونه کوي او د الله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أهمية ضرب المثل: (مثل العنكبوت) .
د بېلګې وړاندې کولو اهميت"دغڼې يا تارکشې بېلګه".
• تعدد أنواع العذاب في الدنيا.
په دنيا کې د عذاب د ډولونو شمېر.
• تَنَزُّه الله عن الظلم.
له ظلم څخه د الله پاکوالی.
• التعلق بغير الله تعلق بأضعف الأسباب.
له الله پرته له نورو سره اړيکه ساتل ترټولو له کمزورو اسبابو سره اړيکه ساتل دي.