پرېښتو هغه ته آواز وکړ چې هغه لمانځه ته د پورته کېدو په حالت کې و، په دې ويلو سره چې پرته له شکه الله د يو زوی زيری در کوي چې نوم به يې يحيی وي، صفت به يې دا وي چې د الله د هغې کلمې تصديق به کوي چې هغه عیسی د مريم زوی دی، دا چې هغه په ځانګړي پيدايښت سره د الله په يوه کلمه سره پيدا کړل شوی دی او دغه بچی به پر قوم يې په پوهه او عبادت کې سردار وي، له نفسي غوښتنو به ځان راګرځوونکی او بندوونکی وي چې له هغو څخه ښځو ته نېږدې کېدل هم دي او هغه به يوازې د خپل پالونکي عبادت ته فارغ وي او له نېکانو به يو نبي هم وي.
کله چې ملائکې پر زکریا د یحیی زېری وکړ هغه مهال یې وویل : ای ربه! څرنګه به زما بچې وي پس له دې چې زه بوډا شوم، او میرمن مې شنډه ده بچی نه راوړي! الله تعالی د ده د وینا په ځواب کې وویل: د یحیی علیه السلام د پېدایښت مثال ستا د زیات عمر او ستا د مېرمنې د شنډوالي سره داسې دی لکه د الله تعالی پېدایښت هر شي لره چې وغواړي د عادت خلاف پېدا کړي؛ ځکه چې الله تعالی په هر شي واکمن دی، څه چې وغواړي په خپله ځېرکتیا او پوهه یې کوي.
وویل زکریا: ای ربه! ما لپاره یو نښه وټاکه چې زما مېرمنې له ما څخه حمل اخیستی وي، الله تعالی ورته وویل: هغه نښه چې تا غوښتې داده چې: ته به د خلکو سره درې ورځې او درې شپې خبرې نشې کولای مګر په اشارې او داسې نورو لارو، پرته له دې چې تاته څه زیان رسېدلی وي، نو د الله یاد زیات کوه او پاکي یې وایه په آخر د ورځې او پېل کې یې.
یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې ملائکې وویل: ای مریمې! بېشکه الله تعالی تاته زېری درکوي د یو بچې چې پېدایښت به یې پرته له پلار څخه وي، د الله تعالی په کلمه (وینا) به وي چې ورته ووایي: (وشه) نو د الله په اجازه به بچی وي، او نوم د دې بچې به: مسیح عیسی زوی د مریمې وي، په دنیا او آخرت کې به یې ستره منزله وي، او الله تعالی ته به له نږدې خلکو وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عناية الله تعالى بأوليائه، فإنه سبحانه يجنبهم السوء، ويستجيب دعاءهم.
د الله تعالی پاملرنه خپلو دوستانو باندې، بېشکه هغه یې له بدو ژغوري، او دعا یې قبلوي.
• فَضْل مريم عليها السلام حيث اختارها الله على نساء العالمين، وطهَّرها من النقائص، وجعلها مباركة.