که چېرې تاسو خپل معبودان را بولئ هغوی ستاسو بلنه نه اوري، هغوی جمادات دي نه ژوند پکې شته او نه اورېدل ورلره شته، د فرض په ډول که هغوی واوري هم، نو ځواب نه شي درکولای، او د قيامت په ورځ به هغوی ستاسو د شرک او ستاسو دعبادت څخه[چې هغوی ته موکړی] بېزاره وي، ای رسوله! هيڅوک به تر الله پاک څخه زيات رېښتينی خبر درکوونکی نه وي.
ای خلکو! تاسو په خپلو ټولو چارو او ټولو حالاتو کې الله ته اړ ياستی، او الله بې پروا داسې ذات دی چې په هيڅ شي کې تاسو ته نه دی اړ، په دنيا او آخرت کې د هغه څه په اړه ستايل شوی دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې اندازه کوي.
که چېرې هغه پاک ذات وغواړي چې په تباه کولو مو له منځه يوسي، تباه به مو کړي له منځه به مو يوسي، او ستاسو پر ځای به نوي خلک راولي چې عبادت يې کوي، له هغه سره به هيڅوک هم نه شريکوي.
التفاسير:
17:35
وَمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
او ستاسو له منځه وړل په تباه کولو سره او ستاسو پرځای د نويو خلکو راوستل د الله تعالی لپاره ناشونې نده.
او هيڅ ګناهګار نفس به د بل ګناهګار نفس، ګناه نه شي اخېستی، بلکې هر ګناهګار نفس به خپله ګناه وړي، که چېرې د خپلو ګناهونو د بار له امله دروند کړل شوی تن څوک را وبولي چې د هغه له ګناهونو څه پر غاړه واخلي، نو د هغه له ګناهونو به هيڅ هم ترې وا نه شي اخېستلای، که څه هم را بلل شوی د هغه خپل وي، او ای رسوله! ته يوازې د الله له عذابه هغه کسان وېرولای شې چې له خپل پالونکي يې ډاريږي او په بشپړ ډول لمونځ کوي، همدوی ستا له وېرونې ګټه پورته کولای شي، او څوک چې له ګناهونو پاک شو چې تر ټولو لويه يې شرک دی، نو هغه د خپل ځان لپاره پاکيږي، ځکه ګټه يې همده ته ورګرځېدونکې ده، الله د هغه له پيروۍ بې پروا دی، او د قيامت په ورځ الله ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تسخير البحر، وتعاقب الليل والنهار، وتسخير الشمس والقمر: من نعم الله على الناس، لكن الناس تعتاد هذه النعم فتغفل عنها.
د درياب تابع کول، د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل، د لمر او سپوږمۍ تابع کول: پر خلکو د الله له نعمتونو څخه دي، خو خلک له دغو نعمتونو سره عادت شوي نو ترې بې پروا وي.
• سفه عقول المشركين حين يدعون أصنامًا لا تسمع ولا تعقل.
د مشرکانو د عقلونو کمزوري چې داسې بوتان رابولي چې نه اوري او نه پوهيږي.
• الافتقار إلى الله صفة لازمة للبشر، والغنى صفة كمال لله.
الله ته اړتيا د انسان يو لازمي صفت دی او غناء (بې پروايي) د الله د بشپړوالي صفت دی.
• تزكية النفس عائدة إلى العبد؛ فهو يحفظها إن شاء أو يضيعها.
د نفس د پاکوالی[فایده] بنده ته را ګرځېدونکئ ده،اوس خوښه دهغه چې ساتي يې او که بربادوي یې.