ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (13) سورة: النساء
تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
دا پورته بیان شوي احکام د یتیمانو او نورو خلکو باره کې، د الله تعالی حکمونه دي خپلو بندګانو لپاره يې روا کړي چې عمل پرې وکړي، او څوک چې تابعداري وکړي د الله تعالی او د هغه د رسول په عملي کولو د اوامرو د هغوی او په ځان ساتلو سره له نواهیو د هغوی څخه؛ نو داخل به یې کړي الله تعالی جنتونو ته چې بهیږي لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې (نهرونه)، همیشه به وي دوی په دې کې چې ختمیدل به ورته نه رسیږي، او دا د الله تعالی بدله ده همدا غټه کامیابي ده چې هیڅ قسم کامیابي ورسره نشي برابریدلی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لا تقسم الأموال بين الورثة حتى يقضى ما على الميت من دين، ويخرج منها وصيته التي لا يجوز أن تتجاوز ثلث ماله.
د وارثانو تر منځ به مال نه تقسیمیږی تر څو چې د مړي قرضونه ادا شوي نه وي، او د هغه وصیت ترې نه وي ادا شوی هغه چې باید د ټول مال له دریمې برخې څخه زیات نه وي.

• التحذير من التهاون في قسمة المواريث؛ لأنها عهد الله ووصيته لعباده المؤمنين؛ فلا يجوز تركها أو التهاون فيها.
د میراث په وېش کې له کوتاهۍ کولو څخه ویرول؛ ځکه چې دا د الله تعالی حکم او امر دی خپلو مومنانو بندګانو ته؛ نو پریښودل یې او په هغه کې سستي کول پکار ندي.

• من علامات الإيمان امتثال أوامر الله، وتعظيم نواهيه، والوقوف عند حدوده.
د الله تعالی اوامر په ځای کول، او د هغه د منهیاتو تعظیم کول، او د هغه د پولو سره ودریدل د ایمان له نښو څخه دي.

• من عدل الله تعالى وحكمته أن من أطاعه وعده بأعظم الثواب، ومن عصاه وتعدى حدوده توعده بأعظم العقاب.
د الله تعالی د عدل او حکمت څخه دا دي چې څوک یې تابعداري وکړي د غټ ثواب وعده یې ورسره کړې، او چا چې يې نافرماني وکړه او د هغه له پولو څخه واوښت د سخت عذاب ویره يې ورکړې ده.

 
ترجمة معاني آية: (13) سورة: النساء
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق