ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (176) سورة: النساء
یَسْتَفْتُوْنَكَ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِی الْكَلٰلَةِ ؕ— اِنِ امْرُؤٌا هَلَكَ لَیْسَ لَهٗ وَلَدٌ وَّلَهٗۤ اُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ— وَهُوَ یَرِثُهَاۤ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهَا وَلَدٌ ؕ— فَاِنْ كَانَتَا اثْنَتَیْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثٰنِ مِمَّا تَرَكَ ؕ— وَاِنْ كَانُوْۤا اِخْوَةً رِّجَالًا وَّنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ؕ— یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اَنْ تَضِلُّوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
تپوس کوي ستا څخه -ای پیغمبره!- چې دوی لره فتوی ورکړي په باره د میراث د کلالې (میرات) کې، او دا هغه کس دی چې مړ شي او نه یې پلار وي او نه یې اولاد، ته ورته ووایه: الله تعالی بیانوي حکم د دې باره کې: که چیرته مړ شي یو کس چې نه وي د هغه لپاره پلار او نه زوی، او د هغه لپاره وي سکه خور او يا د پلار د طرفه خور (علاتي خور) نو د دې لپاره دی نیم د هغه مال څخه چې ورور یې پریښې د فرض (مقررې برخې) په ډول، او د دې سکه ورور او یا د پلار له طرفه ورور (علاتي ورور) میراث وړي د هغه مال څخه چې پریښی دی د تعصیب په ډول که چیرته د دې سره صاحب فرض (د مقررې برخې) والا څوک نه وي، که چیرته ورسره د مقرر برخې والا وارث وي نو د دې څخه وروسته به باقي مال په میراث کې اخلي، نو که چیرته زیاتې وې سکه خویندې او یا علاتي خویندې -چې دوه یا د دوو څخه زیاتې وې- نو میراث به اخلي دوې دوه په دری برخه د ټول مال د فرض (مقررې برخې) په ډول، او که چیرته وو سکه وروڼه (او خویندې) او یا علاتي وروڼه (او خویندې) چې په دوی کې نارینه او زنانه وي نو بیا به میراث د تعصیب په ډول اخلې د دې قاعدې مطابق: (چې نارینه لره به وي په شان د برخې د دوو زنانو) داسې چې هر یو نارینه لره به د زنانه د برخې دوه چنده ورکیدی شي. بیانوي الله تعالی تاسو ته د کلالې (میرات) حکم او نور د میراث احکام د دې لپاره بیانوي چې تاسو په دې کې ګمراه نشئ، او الله تعالی په هر څه باندې پوهه دی، هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتی کیدلی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عناية الله بجميع أحوال الورثة في تقسيم الميراث عليهم.
د الله تعالی پاملرنه د وارثانو په ټولو حالاتو په هغوی باندې د میراث په تقسیم کې.

• الأصل هو حِلُّ الأكل من كل بهيمة الأنعام، سوى ما خصه الدليل بالتحريم، أو ما كان صيدًا يعرض للمحرم في حجه أو عمرته.
اصل دا دی چې حلال دی خوراک د ټولو څارویو څخه، مګر هغه چې خاص کړی وي هغه لره دلیل په حرمت سره، او یا دا چې ښکار وي او د حج یا عمري والا ته مخې ته راشي.

• النهي عن استحلال المحرَّمات، ومنها: محظورات الإحرام، والصيد في الحرم، والقتال في الأشهر الحُرُم، واستحلال الهدي بغصب ونحوه، أو مَنْع وصوله إلى محله.
نهی ده د بی عزتۍ کولو د عزت والا شیانو، او د هغه څخه: د احرام ممنوع شیان دي، او ښکار کول دي په حدودو د حرم کې، او جنګ کول دي د عزت والا په میاشتو کې، او بی عزتي کول دي د هدیی په زور یا بلې طریقې سره، او یا بندول د هغې د رسیدو څخه خپل ځای د حلالو (ذبحه کولو) ته.

 
ترجمة معاني آية: (176) سورة: النساء
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق