ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (26) سورة: النساء
یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُبَیِّنَ لَكُمْ وَیَهْدِیَكُمْ سُنَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَیَتُوْبَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
غواړي الله تعالی په دې جایز کولو د دې احکامو سره چې بیان کړي تاسو ته د خپل دین طریقي، او هغه څه چې په هغه کې ستاسو د د نیا او اخرت مصلحتونه وي، او غواړي الله تعالی چې وښایې تاسو ته لاره د پیغمبرانو چې مخکې ستاسو څخه وو په حلالو او حرامو کې، او ښایسته صفات د هغوی، او د هغوی ښایسته تګلاره چې تاسو د هغوی تابعداري وکړئ، او غواړي الله تعالی چې تاسو د ګناهونو څخه خپلې تابعدارۍ ته راوګرځوي، او الله تعالی پوهه دي په هغه څه چې د خپلو بندګانو مصلحت یې پکې وي نو هغوی لره یې روا او جایز کوي، حکمت والا دی په خپلو احکامو کې او د خپلو چارو په تدبیر کې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• حُرمة نكاح المتزوجات: حرائر أو إماء حتى تنقضي عدتهن أيًّا كان سبب العدة.
د واده شوي زنانه و سره نکاح کول حرام دي: آزادې زنانه وي او که وینځې وي تر څو چې عدت يې نه وي ختم شوی که د عدت سبب يې هر څه وي.

• أن مهر المرأة يتعين بعد الدخول بها، وجواز أن تحط بعض مهرها إذا كان بطيب نفس منها.
د زنانه مهر د هغې سره د کوروالې نه وروسته لازمیږي، او جایز دي ښځې لره چې په خپله خوښه د مهر څه حصه کمه کړي.

• جواز نكاح الإماء المؤمنات عند عدم القدرة على نكاح الحرائر؛ إذا خاف على نفسه الوقوع في الزنى.
د مومنو وینځو سره نکاح کول جایز دي کله چې څوک د ازادو ښځو سره د نکاح کولو وسه نه لري؛ او په خپل ځان باندې په زنا کې د واقع کیدلو نه ویریږي.

• من مقاصد الشريعة بيان الهدى والضلال، وإرشاد الناس إلى سنن الهدى التي تردُّهم إلى الله تعالى.
د شریعت د مقاصدو څخه د هدایت او ګمراهۍ بیانول دي، او خلکو ته د سمې لاري ښودل دي هغه لار چې د الله تعالی طرف ته يې ورګرځوي.

 
ترجمة معاني آية: (26) سورة: النساء
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق