ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (31) سورة: النساء
اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟
که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سعة رحمة الله بعباده؛ فهو سبحانه يحب التوبة منهم، والتخفيف عنهم، وأما أهل الشهوات فإنما يريدون بهم ضلالًا عن الهدى.
د الله تعالی پراخه رحمت او مهربانې په خپلو بندګانو باندې؛ پس هغه پاک ذات خوښوي توبه ایستل د هغوی څخه، او خوښوي سپکوالی د هغوئ نه، او هر چې د شهوتونو والا دي نو هغوئ غواړې چې ګمراه کړي خلک د سمې لارې څخه.

• حفظت الشريعة حقوق الناس؛ فحرمت الاعتداء على الأنفس والأموال والأعراض، ورتبت أعظم العقوبة على ذلك.
شریعت د خلکو د حقوقو حفاظت کړی دی؛ نو حرام کړی يې دی تیری کول په نفسونو او په مالونو او په عرضونو باندې، او په دې تیرې کولو یې سخته سزا مقرر کړی ده.

• الابتعاد عن كبائر الذنوب سبب لدخول الجنة ومغفرة للصغائر.
د غټو ګناهونو څخه ځان لری ساتل جنت ته د ننوتلو او د وړو ګناهونو د بخلو سبب دی.

• الرضا بما قسم الله، وترك التطلع لما في يد الناس؛ يُجنِّب المرء الحسد والسخط على قدر الله تعالى.
د الله تعالی په تقسیم او ویش باندې رضایت او خوښې، او پریښودل د څارلو د هغه څه چې د خلکو سره دي؛ انسان د حسد او د الله تعالی په تقدیر باندې د خفګان کولو څخه ژغوري.

 
ترجمة معاني آية: (31) سورة: النساء
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق