آیا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د حالاتو ستا د هغو ملګرو چې ستا څخه یې غوښتلي وو چې په هغوی دې جهاد فرض شي، نو هغوی ته وویل شو: تاسو د جهاد نه لاس بند کړئ، او قایم کړئ لمونځ لره، او ورکړئ زکات لره -او دا حکم مخکې د فرضیت د جهاد نه وو- نو کله چې یې مدینی ته هجرت وکړ، او د اسلام یوه قلعه پیدا شوه، او جهاد فرض کړی شو؛ په بعضو باندې دا کار ګران شو، نو بس دوی د خلکو نه داسې ویریدل لکه د الله تعالی د ویرې په شان او یا د هغه نه زیات، او دوئ ویل: ای زمونږه ربه! تا ولې په مونږ جهاد فرض کړو؟ ولې تا دا لږې مودې ته نه وروسته کاوه تر څو چې مونږ د دنیا مزې وکړو، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: مزې د دنیا چې څومره زیاتې شې لږې دي او ختمیدونکي دي، او اخرت غوره دی د هغه چا لپاره چې د الله تعالی نه ویریږي د وجې د همیشوالي د هغه نعمتونو چې په دې جنتونو کې دي، او ستاسو د نیکو عملونو څخه به هیڅ شي هم نشې کمیدلی، او اګر که د هغه تار په اندازه وي چې د کجورې په هډوکي کي وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب القتال لإعلاء كلمة الله ونصرة المستضعفين، وذم الخوف والجبن والاعتراض على أحكام الله.
فرضیت د جهاد د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی او د کمزورو خلکو د مدد لپاره، او بدي بیانول د ویري او بزدلۍ او د اعتراض کولو د الله تعالی په احکامو باندې.
• الدار الآخرة خير من الدنيا وما فيها من متاع وشهوات لمن اتقى الله تعالى وعمل بطاعته.
د اخرت کور ډیر غوره دی د دنیا څخه او په دې کې چې څه فایدې او خواهشات دي د هغه چا لپاره دي چې د الله تعالی څخه ویریدلی وي او د هغه په طاعت يې عمل کړی وي.
• الخير والشر كله بقدر الله، وقد يبتلي الله عباده ببعض السوء في الدنيا لأسباب، منها: ذنوبهم ومعاصيهم.
خیر او شر ټول د الله تعالی په تقدیر دي، او کیدای شي الله تعالی خپل بندګان په دنیا کې په بعضو تکلیفونو باندې وازموي د بعضو اسبابو له وجی نه، لکه: د هغوی ګناهونه او نافرمانیانې.