ای محمده! د دغې وحي په شان الله تاته او له تا مخکې نبيانو ته وحي کوي، الله له خپلو دښمنانو په غچ اخېستنه کې برلاسی دی او په خپل تدبير او مخلوق کې حکمت والا دی.
د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، هغه په خپل ذات، ځواک او برلاسۍ کې د لوړې مرتبې والا دی او په ذات کې لوی دی.
د هغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي د ځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره د ستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله د خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.
او هغه کسان چې له الله پرته بوتان يې دوستان نيولي او پرته له الله يې عبادت کوي، الله هغوی لره په کمين کې دی چې کړنې يې ليکي او بدله به يې ورکړي، او ای رسوله! ته د هغوی د کړنو ساتونکی نه يې، هيڅکله به له تا د هغوی د کړنو پوښتنه ونه شي، ته يوازې رسوونکی يې.
او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.
بلکې دغو مشرکانو له الله پرته نور دوستان نيولي چې ملګرتيا يې وکړي، او الله په حقه دوست دی، له هغه پرته بل څوک نه ګټه رسولای شي او نه تاوان، هغه مړي را ژوندي کوي د حساب او بدلې لپاره په بيا راپاڅولو سره او هغه پاک ذات لره هيڅ شی نه شي عاجزه کولای.
او ای خلکو! تاسو چې د دين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې د الله په واک کې ده، چې په هغې کې به د الله کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عظمة الله ظاهرة في كل شيء.
د الله لويي په هر څه کې څرګنده ده.
• دعاء الملائكة لأهل الإيمان بالخير.
د پرېښتو لخوا د ايمان څښتنانو ته د خير دعا.
• القرآن والسُنَّة مرجعان للمؤمنين في شؤونهم كلها، وبخاصة عند الاختلاف.
• الاقتصار على إنذار أهل مكة ومن حولها؛ لأنهم مقصودون بالرد عليهم لإنكارهم رسالته صلى الله عليه وسلم وهو رسول للناس كافة كما قال تعالى: ﴿وَمَآ أَرسَلنُّكَ إلَّا كافةً لِّلنَّاس...﴾، (سبأ: 28).
د مکې او شاوخوا خلکو پر وېرولو بسنه کول، ځکه په رد کولو کې هغوی مقصود وو، چې د رسول صلی الله عليه وسلم له رسالته يې نټه کړې وه، سره له دې چې هغه د ټولو خلکو لپاره رسول دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: او ته مو ټولو خلکو ته لېږلی يې.