هغوی يې خپل قوم ته وويل: ای زموږ قومه! پرته له شکه موږ داسې کتاب واورېدلو چې له موسی وروسته الله نازل کړی دی د الله له لوري د پخوانيو نازل کړل شويو کتابونو تصديقوونکی دی، دغه کتاب چې موږ واورېدلو حق ته لارښوونه کوي، او نېغه لار ښيي، او هغه د اسلام لاره ده.
ای زموږ قومه! په هغه حق کې د محمد-صلی الله علیه وسلم- خبره ومنئ چې ور بولي مو، او پردې ايمان راوړئ چې هغه د خپل پالونکي له لوري رالېږل شوی دی، الله به مو ګناهونه دروبښي، او له دردوونکې سزا به مو وژغوري چې ستاسو انتظار کوي، که چېرې په هغه حق کې يې خبره ونه منئ چې وربولي مو، او پردې خبره ايمان را نه وړئ چې هغه د پالونکي له لوري يې رالېږل شوی دی.
او څوک چې د محمد صلی الله عليه وسلم هغه حق خبره ونه مني چې وربولي يې، نو په ځمکه کې به هيڅکله په تېښته له الله څخه ونه ژغورل شي، او له الله پرته هغه لره دوستان هم نشته چې له عذابه يې وساتي، او له دغه خلکو څخه په ښګاره توګه د حق لار ورکه ده.
آيا دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي مشرکان نه ويني، چې الله هغه ذات دی چې اسمانونه يې پيداکړي او ځمکه يې پيداکړې ده او د هغو د لوی والي او پرخوالي سربېره پيداکولو يې نه دی بې وسې کړی، هغه پردې ځواکمن دی چې د حساب او بدلې لپاره مړي را ژوندي کړي؟! ولې نه، پرته له شکه هغه هرومرو د هغوی پر ژوندي کولو ځواکمن دی، بېشکه هغه پاک ذات پر هرڅه وسي دی، نو د مړو له ژوندي کولو نه به وسې کيږي.