فَتَرَی الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یُّسَارِعُوْنَ فِیْهِمْ یَقُوْلُوْنَ نَخْشٰۤی اَنْ تُصِیْبَنَا دَآىِٕرَةٌ ؕ— فَعَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَ بِالْفَتْحِ اَوْ اَمْرٍ مِّنْ عِنْدِهٖ فَیُصْبِحُوْا عَلٰی مَاۤ اَسَرُّوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ نٰدِمِیْنَ ۟ؕ
نو ته به ووینې -ای پیغمبره- منافقان د کمزوري ایمان والا ځغلي به دوستانې د یهودو او نصاراو ته داسې به وایې: مونږ ویریږو د دې نه چې دوی به کامیاب شي، او د دوی غلبه به شي؛ نو مونږ ته به بیا د دوی څخه څه ضرر راورسیږي، نو نژدې ده چې الله تعالی به ورکړي کامیابي (بری) خپل پیغمبر او مومنانو ته، او یا به راتګ وکړي په یو بل حکم سره د خپل طرفه چې په هغه سره به د یهودیانو او د هغوی د دوستانو حمله او غلبه دفع شي، نو وبه ګرځي هغه جلتي کوونکي د دوی دوستانې ته پښیمانه په هغه نفاق چې په خپلو زړونو کې یې پټ کړی و؛ د وجې د باطلیدو د هغه کمزوري سبب نه چې دوی ورپسې نښتي وو.
التفاسير: