ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (64) سورة: المائدة
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ یَدُ اللّٰهِ مَغْلُوْلَةٌ ؕ— غُلَّتْ اَیْدِیْهِمْ وَلُعِنُوْا بِمَا قَالُوْا ۘ— بَلْ یَدٰهُ مَبْسُوْطَتٰنِ ۙ— یُنْفِقُ كَیْفَ یَشَآءُ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ؕ— وَاَلْقَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— كُلَّمَاۤ اَوْقَدُوْا نَارًا لِّلْحَرْبِ اَطْفَاَهَا اللّٰهُ ۙ— وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او وائې یهودیان هر کله چې ورته ورسیده سختي (تکلیف) او قحط (وچکالي): لاس د الله تعالی بند کړی شوي دي د ورکولو د خیر او خیرات نه، بند کړی يې دي زمونږ نه هغه څه چې د هغه سره دي، خبردار! بند شوي دي لاسونه د دوی د خیر کار او د خیرات نه، او دوی شړل شوي د الله تعالی د رحمت نه د دې وینا په وجه، بلکې لاسونه د الله تعالی پراخه دي په خیر او خیرات سره، خرچ کوي څرنګه چې وغواړي، پراخې هم راولي او تنګدستي هم راولي، هیڅوک په هغه باندې منع کوونکی نشته او نه پرې زورور شته، او نه زیاتوي یهودیانو لره هغه څه چې تاته نازل شوی -ای پیغمبره- مګر تیریدل د حد نه او انکار کول؛ دا د هغه حسد د وجې نه چې په دوی کې دی، او مونږ اچولې د یهودیانو د ډلو ترمنځ ښکاره دښمني او کینه د زړونو، هر کله چې دوی د جنګ لپاره راجمع شي، او هغه ته تیاری وکړي، او یا پټې جرګې او مشورې وکړي د جنګ د ګرمولو لپاره الله تعالی يې ټولګی او ډلې خورې ورې کړي، او د هغوی قوت ختم کړي، او همیشه دوي کوشش کوي په کولو د هغه څه کې چې فساد په کې وي په ځمکه کې د کوشش کولو نه په باطلولو د اسلام کې او چلونه جوړول هغه ته، او الله تعالی نه خوښوي د فساد والا.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ذمُّ العالم على سكوته عن معاصي قومه وعدم بيانه لمنكراتهم وتحذيرهم منها.
بدې بیانول د عالم سړي د وجې د چپ پاتي کیدلو نه د هغه د قوم د ګناهونو څخه او هغوی ته د هغوی د منکراتو نه بیانول او د منکراتو څخه یې نه ویرول.

• سوء أدب اليهود مع الله تعالى، وذلك لأنهم وصفوه سبحانه بأنه مغلول اليد، حابس للخير.
د یهودو بی ادبي د الله تعالی سره، دا ځکه چې هغوی الله تعالی په دې موصوف کړی چې بیشکه د هغه لاس د خیر څخه بند شوی.

• إثبات صفة اليدين، على وجه يليق بذاته وجلاله وعظيم سلطانه.
د لاسونو صفت ثابتول، په هغه طریقه چې کومه د الله رب العزت د ذات او مرتبې او لويې بادشاهۍ سره مناسب وي.

• الإشارة لما وقع فيه بعض طوائف اليهود من الشقاق والاختلاف والعداوة بينهم نتيجة لكفرهم وميلهم عن الحق.
د يهودو په ځينو ډلو کې د اختلاف، ټکر او د هغوی ترمنځ رامنځته شوې دښمنۍ ته اشاره ده چې د هغوی د کفر او له حقه د ګرځېدو له امله وو.

 
ترجمة معاني آية: (64) سورة: المائدة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق