مَا الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ اِلَّا رَسُوْلٌ ۚ— قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ؕ— وَاُمُّهٗ صِدِّیْقَةٌ ؕ— كَانَا یَاْكُلٰنِ الطَّعَامَ ؕ— اُنْظُرْ كَیْفَ نُبَیِّنُ لَهُمُ الْاٰیٰتِ ثُمَّ انْظُرْ اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
نه دی مسیح بن مریم مګر یو پیغمبر د نورو پیغمبرانو له ډلې نه، راځې په دې باندې هغه څه چې نورو پیغمبرانو ته راځې د مرګ نه، او مور د هغه مریم –علیها السلام- ډیره رشتیا ویونکې او تصدیق کوونکې وه، او دا دواړه خواړه هم خوري د وجې د حاجت د دوی نه دې خوراک ته، نو څرنګه دا دواړه لایق د بندګۍ کیدلی شي سره د حاجت د دوی نه خوراک ته؟! نو ته وګوره –ای پیغمبره- په غور کتلو سره: څرنګه مونږ دوی ته په وحدانیت باندې ښکاره آیاتونه بیانوو، او په باطلوالي د هغه څه چې دوی پکې دي د زیاتی کولو نه په نسبت کولو د الوهیت پغیر د الله جلاله څخه بل چاته، او دوی سره د دې بیا هم لدې ایاتونو نه انکار کوي، بیا یو ځل وګوره په کتلو د غور او سوچ سره: څرنګه دوی اړولی شي د حق نه په اړولو؛ سره د دې ښکاره آیاتونو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي باندې.
التفاسير: