لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
نشته په هغو کسانو ګناه - چې په الله تعالی يې ایمان راوړی، او نیک عملونه یې کړی دي الله تعالی ته د نزدیکت په خاطر - چې هغوۍ څښلي د شرابو نه مخکې د حراموالی د هغو نه، کله چې هغوی د حرامو شیانو نه ځان ساتلی وي، ویریدونکي وي د الله تعالی د غصې نه په دوی باندې، ایمان راوړونکی وي په هغه باندې، ولاړ وي په نیکو کارونو باندې، بیا دوی زیات کړی وي د الله تعالی مراقبت تر دې چې داسې بندګي کوي لکه دوی چې يې ویني، او الله تعالی هغه کسان خوښوي چې داسې بندګي يې کوي لکه دوی چې یې ویني؛ د وجې د هغه څه نه چې دوی پکې دي د درک کولو د همیشه څارنې د الله تعالی دوی لره، او دا هغه څه دي چې مومن راکاږي خایسته کولو د خپل عمل ته او مضبوطوالی د هغه ته.
التفاسير: